بنو / لکي مروت : د لکي مروت د پولیس امن کمېټۍ د یو غړي د مبینه بې درکه کېدو پر ضد ،د اګست په ۲۸مه، د کمېټۍ غړو په بنو او لکي مروت کې احتجاج پېل کړی دی، چې له امله یې په بنو کې د پولیسو عادي چارې سختې اغېزمنې شوې دي.
د احتجاج کوونکو په وینا، د دوي یو ملګری له پېښوره تر تګ وروسته بې درکه شوی او تر اوسه یې د ځای په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
په بنو کې د امن کمېټۍ غړو خپلې دندې پرېښې دي او د ټرافیک پولیسو یو شمېر سرتېري هم احتجاج ته ورګډ شوي دي، چې له امله یې په ښار کې د ټرافیک بهیر او د پولیسو نورې ورځنۍ چارې اغېزمنې شوې دي.
احتجاج کوونکو په بنو ښار کې ځینې بانکونه هم تړلي او ګڼ غړي د بنو په پولیس لاین کې راټول شوي دي. د امن کمېټۍ مشرانو د سرکاري دفترونو د تړلو اعلان هم کړی دی، چې له امله یې په ضلعه کې د سرکاري او انتظامي چارو د لا اغېزمنېدو اندېښنه پیدا شوې ده.
د پولیس امن کمېټۍ مشر حضرت الله ویلي دي، چې د کمېټۍ د جوړېدو مقصد په سیمه کې د امن لپاره کار کول دي او د دوي د کار په لار کې که د کوم افسر یا ادارې له خوا خنډ جوړېږي، نو پر ضد به یې په سوله ییز ډول احتجاج کوي.
حضرت الله ویلي دي، چې د ننني احتجاج سبب د لکي مروت د امن کمېټۍ د هغه غړي بې درکه کېدل دي چې ،د دوي په وینا، له پېښوره «پورته کړل شوی» دی. هغه زیاته کړې ده چې کله د دوي د ملګرو تبادلې کېږي او کله یې کسان بې درکه کېږي، خو امن کمېټۍ به د دغو اقداماتو پر ضد خپل احتجاج ته دوام ورکوي. هغه ټینګار کړی دی چې احتجاج د کوم ځانګړي پولیس افسر یا ادارې پر ضد نه دی او د امن کمېټۍ غړي ځانونه د پولیس فورس برخه ګڼي.
حضرت الله ویلي:
«موږ د کوم افسر پر ضد نه یو، موږ پولیس فورس یو او امن غواړو. موږ د وسله والو پر ضد یو او غواړو چې په سیمه کي امن په عملي توګه قائم شي.»
د احتجاج له امله په بنو کې د پولیسو عادي نظام سخت اغېزمن شوی دی، خو تر اوسه د بنو او لکي مروت پولیسو د بې درکه شوي کس، د احتجاج او د امن کمېټۍ د دعوو په اړه کوم رسمي بیان نه دی خپور کړی.
تر دې دمه دا هم نه ده څرګنده چې بې درکه شوی کس د کومې ادارې په ولکه کې دی او که نه، او د هغه د نیول کېدو یا ساتل کېدو په اړه کوم رسمي ثبوت هم نه دی وړاندې شوی.


صفدر داوړ