لکي مروت : له پېښوره تښتول شوی د لکي مروت پولیس اهلکار او د پولیس امن کمېټۍ غړی سمیع‌ الله خان ،د اګست په ۲۹مه، راخوشی شوی دی. د سمیع‌الله خان له راخوشي کېدو وروسته د پولیس امن کمېټۍ او د بنو د ریجنل پولیس افسر غفور افریدي ترمنځ مذاکرات بریالي شوي او د پولیس امن کمېټۍ خپل احتجاج ځنډولی دی.

 

د سمیع‌الله خان د راخوشي کېدو پر موضوع د پولیس امن کمېټۍ، د بنو ریجنل پولیس افسر غفور افریدي، د قامي اسمبلۍ غړي شیر افضل مروت او د سیمې د مشرانو ترمنځ مذاکرات شوي وو. د مذاکراتو پر مهال د سمیع‌ الله خان د راخوشي کېدو ترڅنګ د پولیس امن کمېټۍ پر نورو غوښتنو هم موافقه شوې ده.

 

شال نیوز ته په رسېدلې ویډیو کې شیر افضل مروت له یو پولیس افسر سره په ویډیويي تماس کې خبرې کوي او هغه ته وايي چې د خیبر پښتونخوا د چیف سېکرټري د سټاف افسر ښاغلي دوګر ګاډی به ورشي او سمیع‌ الله دې هغه ته وسپارل شي. وروسته شیر افضل مروت له افسر څخه غواړي چې سمیع‌ الله خان په ویډیو کې وروښيي.

 

">

 

سمیع‌الله خان په ویډیو کې ښکاري او د هغه د خوندي راخوشي کېدو تایید کېږي. د نوموړي له ورکېدو وروسته په لکي مروت کې د پولیس امن کمېټۍ او ځايي خلکو احتجاج کړی و او د هغه د خوندي راخوشي کېدو غوښتنه یې کوله.

 

د شال نیوز د خبریال غلام اکبر مروت د معلوماتو له مخې، د سمیع‌ الله خان د راخوشي کېدو موضوع د پولیس امن کمېټۍ، د بنو ریجنل پولیس افسر غفور افریدي، د قامي اسمبلۍ غړي شیر افضل مروت او د سیمې د مشرانو ترمنځ د مذاکراتو یوه مهمه موضوع وه. د مذاکراتو په ترڅ کې د سمیع‌ الله د راخوشي کېدو ترڅنګ د پولیس امن کمېټۍ پر ځینو نورو غوښتنو هم موافقه شوې ده.

 

بنو او لکي مروت : د امن کمېټۍ د یو غړي د بې درکه کېدو پر ضد احتجاج، د پولیسو چارې اغېزمنې شوې
بنو او لکي مروت : د امن کمېټۍ د یو غړي د بې درکه کېدو پر ضد احتجاج، د پولیسو چارې اغېزمنې شوې

 

د سمیع‌ الله له ښکاره کېدو وروسته هغه له خپلې کورنۍ سره هم په ټیلیفون خبرې کړې دي. د پولیس امن کمېټۍ په وینا، نوموړی روغ او خوندي دی.

 

تر اوسه د دې موضوع ټول جزییات نه دي روښانه شوي چې سمیع‌ الله خان چا او د کومو شرایطو لاندې له ځان سره وړی و. شال نیوز به د دې برخې په اړه له رسمي وضاحت وروسته تازه معلومات خپاره کړي.