پېښور / بنو : د خیبر پښتونخوا پولیسو له وفاقي حکومت څخه غوښتي دي چې په بنو او لکي مروت کې د مهمو سرکاري ودانیو او حساسو ځایونو د امنیت لپاره د وفاقي کانسټبلرۍ نهه پلاټونونه په بېړني ډول ځای پر ځای کړي.

 

د پولیسو له خوا ،د اګست په ۲۹مه، په استول شوي رسمي مکتوب کې د دواړو ضلعو امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی او ویل شوي دي چې د پولیس امن کمېټۍ د روان احتجاج، د سړکونو بندېدو، د چارواکو پر وړاندې د ګواښونو او له ځینو حساسو ځایونو څخه د پولیس اهلکارو د وتلو له امله د اضافي امنیتي ځواک اړتیا پیدا شوې ده.

 

د غوښتنې له مخې، له نهو پلاټونونو څخه پنځه د بنو او څلور د لکي مروت لپاره غوښتل شوي دي. په بنو کې د ضلعي جیل، عدالتي کمپلېکس، ډپټي کمشنر دفتر، د پېښور هایکورټ بنو بینچ او د برېښنا د مهمو تنصیباتو د امنیت لپاره د وفاقي کانسټبلرۍ د پلاټونونو د ځای پر ځای کولو غوښتنه شوې ده.

 

په لکي مروت کې دوه پلاټونونه د ضلعي جیل او یو ـ یو پلاټون د عدالتي کمپلېکس او ضلعي انتظامیې د دفترونو د امنیت لپاره غوښتل شوي دي.

 

په رسمي مکتوب کې ویل شوي دي چې په وروستیو ورځو کې د پولیس امن کمېټۍ د احتجاج له امله په لکي مروت او بنو کې د پولیسو او ضلعي انتظامیې پر ورځنیو چارو فشار زیات شوی دی او په ځینو ځایونو کې د پولیسو د امنیتي ذمه‌ واریو د دوام په اړه ستونزې پیدا شوې دي.

 

دا غوښتنه په داسې وخت کې شوې ده چې بنو او لکي مروت له څو کلونو راهیسې د وسله والو د بریدونو، د پولیسو د هدفي وژنو، تښتونو او پر امنیتي پوستو د حملو له امله له جدي امنیتي ستونزو سره مخ دي.

 

بنو او لکي مروت : د امن کمېټۍ د یو غړي د بې درکه کېدو پر ضد احتجاج، د پولیسو چارې اغېزمنې شوې
بنو او لکي مروت : د امن کمېټۍ د یو غړي د بې درکه کېدو پر ضد احتجاج، د پولیسو چارې اغېزمنې شوې
د لکي مروت مغوي پولیس اهلکار سمیع‌ الله خان راخوشی شو
د لکي مروت مغوي پولیس اهلکار سمیع‌ الله خان راخوشی شو

 

په لکي مروت کې د پولیس امن کمېټۍ احتجاج هم په وروستیو ورځو کې پراخ شوی و. د پولیسو غړو او د هغوي ملاتړو د خپلو امنیتي غوښتنو د منلو لپاره احتجاج کړی او په ځینو ځایونو کې یې د سرکاري چارواکو د تګ راتګ او د پولیسو د ذمه‌ واریو پر څرنګوالي اعتراضونه کړي دي.

 

د خیبر پښتونخوا پولیس غواړي چې د وفاقي کانسټبلرۍ په ځای پر ځای کېدو سره د جیلونو، عدالتونو، د ضلعي انتظامیې دفترونو او نورو حساسو سرکاري ودانیو امنیت د اضافي ځواک له لارې وساتل شي او مقامي پولیس د امن و امان پر نورو ذمه‌ واریو تمرکز وکړی شي.

 

تر اوسه وفاقي حکومت په رسمي ډول نه دي ویلي چې د خیبر پښتونخوا د پولیسو دغه غوښتنه یې منلې ده او که نه.