ګلګت : د ګلګت بلتستان د سیاحت اداره وايي، چې د روان کال د اپرېل نه تر اګست پورې تر ۲۲۰۰ زیات بهرني غره ختونکي او غرني سیلانیان سیمې ته ورغلي دي، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله زیاتوالی ښيي.
د سیاحت ادارې چارواکي وايي، چې بهرنیو غره ختونکو او سیلانیانو د کې ټو، ننګا پربت، براډ پیک، ګاشربرم لومړی او ګاشربرم دویم په ګډون د ګلګت بلتستان د لوړو غرونو او مشهورو غرنیو لارو سفرونه کړي دي.
چارواکي وايي، چې د اوړي د غره ختنې موسم پای ته رسېدلی، خو د کې ټو بېس کمپ او نورو غرنیو سیمو ته د سیلانیانو سفرونه به تر اکتوبر پورې روان وي. د ګلګت بلتستان حکومت د جون تر ۳۰مې پورې د غره ختنې او غرنیو سفرونو د اجازت نامو له فیسونو شاوخوا ۳۵۰ میلیونه روپۍ ترلاسه کړې دي.
د سیاحت اداره تمه لري چې د روان کال تر پایه به ګلګت بلتستان ته د بهرنیو سیلانیانو ټول شمېر له لسو زرو واوړي. د پاکستان د الپاین کلب مشر مېجر جنرل ریټایرډ عرفان ارشد خان ویلي دي، چې په منځني ختیز کې د جګړې، د تېلو د بیو او پاکستان ته د سفر په اړه د ځینو هېوادونو د خبرداریو باوجود د بهرنیو غره ختونکو او سیلانیانو زیاتوالی د پام وړ دی.
د هغه په وینا، د بهرنیو سیلانیانو راتګ ځايي هوټلونو، ټرانسپورټرانو، غرنیو لارښودانو، بار وړونکو او دوکاندارانو ته هم د کاروبار موقعې برابروي.


شال نیوز