شګر : د ګلګت بلتستان څلورو ښځینه غره ختونکو د رومانیا له یوې ښځینه غره ختونکې سره یو ځای د ۷۰۲۷ متره لوړ سپانتیک غر، چې «ګولډن پیک» هم بلل کېږي، په بریالیتوب سره فتح کړی دی.

 

د پاکستان الپاین کلب ،د اګست په ۲۴مه، ویلي دي، چې د ګلګت بلتستان څلور واړه غره ختونکې پرته له دې چې د لوړو غرونو د پورټرانو مرسته واخلي، څوکې ته ورسېدې او وروسته په خوندي توګه سکردو ته ستنې شوې. په دغو غره ختونکو کې د شمشال درې شمع باقر او سمانه رحیم، د ګوجال ګلمت زوني اسلم او د شګر زېبا بتول شګري شاملې دي.

 

د لاهور بسمه حسن هم د همدې ډلې برخه وه، خو د روغتیايي ستونزې له امله د څوکې له سر څخه شاوخوا ۲۵۰ متره ښکته بېرته ستنه شوه او څوکې ته ونه رسېده.

 

رومانیايۍ غره ختونکې الکساندرا ویسان هم په همدې موده کې سپانتیک ته په ختو بریالۍ شوې ده. راپورونه وايي، چې هغه له سرطان سره د مبارزې ترڅنګ د غره ختلو دې سفر ته تللې وه او له څوکې وروسته په خوندي توګه ښکته شوې ده.

 

ګلګت بلتستان : د سپانتیک پر غره د ډاکټر  عاصمه مشتاق د مړي د راکوزولو عملیات ودرېدل
ګلګت بلتستان : د سپانتیک پر غره د ډاکټر عاصمه مشتاق د مړي د راکوزولو عملیات ودرېدل
عاصمه مشتاق د اسپانټک څوکې سر ته ورسېده، خو بېرته راکوزه نه شوه
عاصمه مشتاق د اسپانټک څوکې سر ته ورسېده، خو بېرته راکوزه نه شوه

 

د پنجاب غره ختونکي ایان عدیل هم سپانتیک فتح کړی او د راپورونو له مخې، هغه دا سفر د لوړو غرونو د ځانګړو پورټرانو له مرستې پرته بشپړ کړی دی.

 

دا بریالیتوب په داسې وخت کې مخې ته راغلی دی چې په همدې غره کې د پاکستانۍ ډاکټرې او غره ختونکې اسماء مشتاق د مړي د راکوزولو عملیات د خراب موسم له امله له ستونزو سره مخ دي.

 

۳۴ کلنې اسماء مشتاق د اګست پر ۲۰مه د سپانتیک ۷۰۲۷ متره څوکه فتح کړې وه، خو د ښکته کېدو پر مهال د لوړې ارتفاع له ناروغۍ سره مخ شوه او شاوخوا ۶۲۵۰ تر ۶۴۰۰ متره لوړوالي کې یې ژوند له لاسه ورکړ. د هغې مړی لا هم درېیم کمپ ته نږدې پروت دی.

 

د ژغورنې شپږ کسیزې ډلې هڅه کړې وه چې درېیم کمپ ته ورسېږي، خو سختې واورې، باران او تېزو بادونو هغوي بېرته ستنېدو ته اړ کړل. چارواکي وايي، چې د موسم تر ښه کېدو وروسته به د اسماء مشتاق د مړي د راکوزولو بله هڅه وشي او له بېس کمپ څخه به یې د پاکستان پوځ په هېلي‌ کاپټر سکردو ته انتقال کړي.

 

بل خوا، د امریکايۍ غره ختونکې سارا مالوري ګېس مړی، چې د جولایۍ پر ۳۰مه په براډ پیک کې د واورې ښویېدو له پېښې وروسته ورکه شوې وه، د اګست پر ۲۱مه موندل شوې او بېس کمپ ته رسول شوی دی.

 

خراب موسم تر اوسه د هغې د مړي د هېلي‌ کاپټر له لارې سکردو ته د انتقال مخه نیولې ده.