اسلام اباد : پاکستانۍ غره ختونکې، سېلګره او د سفرونو د ویډیوګانو جوړوونکې ،عاصمه مشتاق، د ۷۰۲۷ مترو لوړې اسپانټک څوکې له سر کولو وروسته د بېرته راکوزېدو پر مهال مړه شوې ده.

د پاکستان د غره ختنې ملي اداره ،الپاین کلب، د اګست په ۲۰مه، ویلي دي چې عاصمه مشتاق د قراقرم د غرونو په لړۍ کې د اسپانټک څوکې سر ته په بریالیتوب رسېدلې وه او هغه مهال یې روغتیا ښه وه. د کلب په وینا، نوموړې د بېرته راکوزېدو پر مهال په شاوخوا ۶۴۰۰ مترو لوړوالي کې له یوې سختې روغتیايي ستونزې سره مخ شوه.

 


د هغې غرنيو لارښودانو د مرستې او ژغورنې لپاره سمدستي هڅې وکړې، خو عاصمه مشتاق یې ژوندۍ ونه ژغورلی شوه. الپاین کلب د هغې پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او د عاصمه مشتاق د کورنۍ، ملګرو او د غره ختونکو له ټولنې سره یې خواخوږي ښودلې ده.
 

سید علي شاه : د غرونو لیوني، هم د غرونو غیږ کې ساه ورکړه
سید علي شاه : د غرونو لیوني، هم د غرونو غیږ کې ساه ورکړه


کلب ویلي چې د هغې لارښودانو په سختو غرنیو شرایطو کې تر وروستۍ شېبې د هغې د مرستې هڅه وکړه. د الپاین کلب مرستیال مشر کرار حیدري د عاصمه مشتاق لپاره د مغفرت او د هغې کورنۍ ته د صبر دعا کړې ده.