غزني (شال نیوز) : د طالبانو د حکومت د سرحدونو، قامونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري ویلي، هغه بهرني ځواکونه چې افغانستان ته د بشري حقونو د خوندیتوب او د نشهيي توکو د مخنیوي په نوم راغلي وو، په افغانستان کي یې افغانان وژلي او د نشهيي توکو د مخنیوي پر ځای یې په هېواد کي د روږدو کسانو شمېر زیات شوی پرېښود.
نوري د غزني په جاغوري ولسوالۍ کي یوې غونډې ته وویل، د بهرنیو ځواکونو د شاوخوا شل کلن حضور تر پای ته رسېدو وروسته په افغانستان کي شاوخوا څلور نیم میلیونه کسان په نشهيي توکو روږدي وو. هغه د بهرنیو ځواکونو د عملیاتو په اړه د «نسل وژنې» اصطلاح هم وکاروله، خو د خپلې دې خبرې د ملاتړ لپاره یې مشخص شواهد وړاندې نه کړل.
نوري وویل، د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د خلکو حقونه خوندي شوي او حکومت د پخواني حکومت د عسکرو او د طالبانو د جنګیالیو کونډو او یتیمانو ته یو شان مالي مرسته ورکوي. هغه د طالبانو مخالفانو ته په خطاب کي وویل، د افغانستان امنیت او د خلکو ترمنځ یووالی نه شي زیانمنولای.
په غونډه کي یو شمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو هم د طالبانو د حکومت ملاتړ وکړ او له خلکو یې وغوښتل چې په ټولنیزو رسنیو کي د هغو مطالبو په وړاندې محتاط واوسي چې د دوی په وینا د افغانانو ترمنځ د اختلاف د رامنځته کولو هڅه کوي.
سیمهییزو مشرانو له حکومت څخه د ګیلان او جاغوري ترمنځ د سړک د رغولو، برېښنا او د اوبو د بندونو د جوړولو غوښتنې هم وکړې. نوري ویلي، د سیمې د خلکو غوښتنې به د طالبانو د حکومت له لوړپوړو چارواکو سره شریکې کړي.


شال نیوز