سوات : مرګ د ژوند نه بېلېدونکې برخه ده، خو ځیني مرګونه یوازې یو انسان نه وړي، بلکې د یوې سیمي، یوې ټولنې او د سلګونو خلکو له زړونو سره تړلې کیسه هم له ځان سره وړي.

 

د سوات او ملاکنډ غرونه د طبیعي ښکلا، واورو، ځنګلونو او چنارو ترڅنګ د هغو خلکو په نوم هم پېژندل کېږي چې د دغو غرونو له لمنو راپاڅېدلي، له سختیو سره یې مینه کړې او د لوړو څوکو په لور یې خپل ژوند وقف کړی دی.

 

همدا غرونه د مینې، زړورتیا او قربانۍ زرګونه کیسې په خپل زړه کې پټې لري.

 

سید علي شاه د بر سوات د خوازه خېلې اوسېدونکی و. هغه د پاکستان له پېژندل شویو غرختونکو څخه و، چې د کلونو په اوږدو کې یې ګڼې لوړې څوکې سر کړې وې او د خپلو لاسته راوړنو په بدل کې یې د بېلابېلو ادارو، تنظیمونو او چارواکو ستاینلیکونه او ایوارډونه ترلاسه کړي وو. خو د هغه تر ټولو لوي ویاړ کوم مډال نه و، بلکې هغه مینه وه چې له غرونو سره یې لرله.

 

د هغه تر ټولو لوي ارمان د سوات د فلک سیر د واورو پوښلې او شاوخوا ۵,۹۰۰ مترو لوړې څوکې سر کول وو. فلک سیر یوازې یوه څوکه نه ده؛ دا د سوات د غرونو د عظمت، د غرختونکو د خوبونو او د طبیعت د ښکلا یو له تر ټولو لوړو سمبولونو څخه ګڼل کېږي.

 

سید علي شاه بالاخره خپلې موخې ته ورسېد او فلک سیر یې سر کړ. خو د ،د جولایۍ په ۱۰مه، د راستنېدو پر مهال، د لومړنیو معلوماتو له مخې، د رسۍ د شلېدو له امله له ګلېشیره ولوېد او خپل ژوند یې له لاسه ورکړ. هغه په هغه ځای کې ساه ورکړه چې تر ټولو ډېره مینه یې ورسره لرله.

 

ما هم د خبریال په توګه څو ځله ورسره لیدلي وو. راپورونه مې پرې جوړ کړي وو او په بېلابېلو پروګرامونو کې مو ګډ ګډون کړی و. هغه د شهرت له شور او تبلیغه لرې، نرم‌ خویه، متواضع او بااخلاقه انسان و. هر چا چې ورسره ناسته کړې وه، د هغه د عاجزۍ، موسکا او مهربانۍ یادونه کوي. ښیي همدا وجه وه چې ډېرو ملګرو به په مینه ورته “د غرونو لیونی” ویل.

 

نن هم د سوات غرونه پر خپل ځای ولاړ دي. د ملاکنډ د غرونو پر څوکو هماغه بادونه لګېږي، هماغه واورې پرې پرتې دي او هماغه چینې ترې راخوټېږي؛ خو یو انسان پکې کم دی، هغه چې هره څوکه یې د نوې هیلې په سترګه کتله.

 

د دې پېښې تر ټولو دردونکې برخه دا ده چې د سید علي شاه جسد څو ورځې په فلک سیر ګلېشیر کې پاتې شو. د سیمي خلکو خپله وسه وکړه، خو د داسې لوړو او خطرناکو غرنیو سیمو لپاره اړین تخنیکي امکانات او مجهز ژغورنیز سیستم موجود نه و. وروسته د خلکو په هڅو د ګلګت بلتستان له تجربه لرونکې “الفائن” ژغورنیزې ډلې سره اړیکه ونیول شوه، څو د ځایي غرختونکو په ملتیا د هغه د جسد د را ایستلو هڅه وکړي.

 

دا یوازې د یوې کورنۍ غم نه دی؛ دا د ټول نظام لپاره یوه پوښتنه هم ده.

 

په داسې وخت کې چې نړۍ د غرنیو ژغورنیزو عملیاتو لپاره ځانګړې روزل شوې ډلې، پرمختللي وسایل او چورلکې لري، ولې زموږ د غرونو اتلان د اړتیا پر وخت له همدې امکاناتو بې‌ برخې وي؟ ولې هغه کسان چې د هېواد نوم د نړۍ تر لوړو څوکو رسوي، د خپلې وروستۍ شېبې وروسته هم د اوږده انتظار برخه شي؟

 

د دغو پوښتنو ځوابونه باید د احساساتو پر ځای په عملي ګامونو کې ولټول شي.

 

سید علي شاه یوازې د یوې کورنۍ غړی نه و. هغه د سوات ویاړ، د ملاکنډ د غرونو زوې، د غرختنې یو اتل او د زرګونو ځوانانو لپاره د ارادې، زړورتیا او نه ستړې کېدونکې هڅې ژوندۍ بېلګه وه.

 

غرونه به تل همداسې لوړ وي، واورې به بیا هم پرې اورېږي، بادونه به بیا هم د فلک سیر پر څوکو سندرې وایي؛ خو د دغو غرونو په تاریخ کې به د سید علي شاه نوم د هغه انسان په توګه یادېږي چې خپل وروستی خوب یې سر کړ، خو بېرته د خپلو خلکو غېږې ته راونه ګرځېد.

 

الله تعالی دې سید علي شاه وبښي، جنت الفردوس دې ور په برخه کړي او کورنۍ، دوستانو او ټولو خواخوږو ته دې صبر جمیل ور نصیب کړي.