کوهاټ (شال نیوز) : پولیس وايي، د کوهاټ په شکردره کي د اباسین پر غاړه د سرو زرو غیرقانوني کان کیندونکو د دوو ډلو ترمنځ ډزې شوې دي چې یو کس پکي وژل شوی دی.

 

د پولیسو په وینا، په سیمه کي د سرو زرو پر غیرقانوني کان د دوو ډلو ترمنځ شخړه شوې او وروسته دواړو خواوو پر یو بل ډزې کړې دي.

 

پولیس وايي، په ډزو کي د کوهاټ د سماري پایان اوسېدونکی ظفر خان وژل شوی دی. د هغه مړی له پېښې وروسته ځايي روغتون ته رسول شوی دی.

 

پولیسو تر اوسه دا نه دي ویلي چې د دواړو ډلو ترمنځ شخړه څنګه پیل شوه او په ډزو کي څو کسان ښکېل وو. د پېښې په تړاو د چا د نیول کېدو په اړه هم تر اوسه معلومات نه دي ورکړل شوي.

 

پولیس وايي، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او د ډزو د علت او د ښکېلو کسانو په اړه معلومات راټولوي.