شګر : په ګلګت بلتستان کې د سپانتیک پر غره د پاکستانۍ غره ختونکې ډاکټر عاصمه مشتاق د مړي د راکوزولو عملیات د سختې واورې او خرابې هوا له امله درول شوي دي.
د پاکستان الپاین کلب ،د اګست په ۲۲مه، ویلي دي، چې شپږ کسیزه د ژغورنې ډله تر دویم کېمپ پورې رسېدلې وه، خو د سختې واورې او نامناسبو موسمي شرایطو له امله ورته د بېرته بېس کېمپ ته د ستنېدو لارښوونه وشوه.
۳۴ کلنه ډاکټر عاصمه مشتاق د اګست په ۲۰مه د ۷۰۲۷ متره لوړ سپانتیک غره له څوکې د راکوزېدو پر مهال د لوړې ارتفاع له جدي ناروغۍ سره مخ شوه او مړه شوه. د هغې مړی اوس هم شاوخوا ۶۴۰۰ متره لوړوالي کې پروت دی.
چارواکي وايي، چې د هوا له ښه کېدو وروسته به د مړي د راکوزولو عملیات بیا پېل شي. همداراز هڅه کېږي چې د بشري خواخوږۍ پر بنسټ د پاکستان پوځ په مرسته د هیليکاپټر ځانګړي ماموریت ته هم منظوري واخیستل شي، خو د دې لوړوالي له امله د مړي تر بېس کېمپ پورې راکوزول باید لومړی د ځمکنۍ ډلې له خوا وشي.


شال نیوز