دیامر : د پاکستان د ګلګت ـ بلتستان په دیامر ضلعه کې د دیامر ـ بهاشا بند پروژه د سیمې د زرګونو کلونو بودایي او لرغوني میراث لپاره لوي خطر بلل کېږي، ځکه د بند د اوبو زېرمه به د اباسین پر غاړه ګڼې هغه سیمې تر اوبو لاندې کړي چې پر ډبرو کيندل شوي لیکونه، لرغوني نقشونه، بودایي نښې او نور تاریخي اثار پکې موجود دي.

د کلتوري میراث د ساتنې د نړیوالو ادارو د معلوماتو له مخې، د چلاس او دیامر په بېلابېلو سیمو کې تر ۵۰ زرو زیات لرغوني نقشونه او شاوخوا پنځه زره پر ډبرو کيندل شوي لیکونه ثبت شوي دي. دغه اثار د سیمې د څو زره کلن تاریخ مهم شواهد ګڼل کېږي او د پخوانیو ټولنو، مذهبونو، سوداګریزو لارو او کلتوري اړیکو په اړه ارزښتناک معلومات وړاندې کوي.





په دغو لرغونو اثارو کې د انسانانو او حیواناتو انځورونه، د ښکار صحنې، مذهبي نښې، بودایي سټوپې، د بودا انځورونه او بېلابېلې لیکنې شاملې دي. پر ځینو ډبرو داسې لیکنې هم موندل شوې دي چې د پخوانیو مسافرو، سوداګرو او زیارت کوونکو د تګ راتګ نښې څرګندوي.

لرغونپوهان وايي، چې د اباسین دا سیمه د تاریخ په اوږدو کې د سویلي او مرکزي اسیا ترمنځ د تګ راتګ پر یوې مهمې لارې پرته وه. سوداګر، بودایي راهبان، زیارت کوونکي او نور مسافر له همدې لارې د ګندهارا، کشمیر او د هند د نیمې وچې له سیمو څخه د مرکزي اسیا او چین پر لور تلل او راتلل. د هغوي د سفرونو او مذهبي فعالیتونو نښې تر اوسه پر ډبرو پاتې دي.

د کلتوري میراث د ساتنې کارپوهان وايي، چې د دیامر ـ بهاشا بند له جوړېدو سره به ستونزه یوازې دا نه وي چې ځینې لرغوني اثار به تر اوبو لاندې شي، بلکې د سیمې یوه پراخه تاریخي منظره به هم بدله شي. د دوي په وینا، د یو لرغوني اثر ارزښت یوازې په نقش یا لیکنه کې نه وي، بلکې د هغه اصلي ځای، د سیند غاړه، شاوخوا غرونه، پخوانۍ لارې او نور نږدې تاریخي اثار هم د هغه د اهمیت برخه وي.





د بند د اوبو د زېرمه کېدو له امله به د اباسین پر دواړو غاړو یو شمېر هغه سیمې اغېزمنې شي چې لرغوني اثار پکې موجود دي. کارپوهان وايي، چې د دومره لوي شمېر اثارو انتقال عملي نه دی او هغه اثار چې له خپل اصلي ځایه انتقالېږي، د خپل تاریخي چاپېریال یوه مهمه برخه له لاسه ورکوي.

د پاکستان د اوبو او برېښنا پراختیا ادارې، واپډا، ویلي دي چې د کلتوري میراث د خوندي کولو لپاره یې ځانګړی پلان جوړ کړی دی. په دغه پلان کې د لرغونو اثارو ثبت، ډیجیټل عکس اخیستل، درې بعدي ریکارډ جوړول، د ځینو مهمو اثارو خوندي ځایونو ته انتقال او د موزیم جوړولو اقدامات شامل دي.

واپډا وايي، چې هڅه کوي هغه مهم تاریخي اثار خوندي کړي چې د بند د اوبو له زېرمه کېدو سره اغېزمنېږي. د ځینو اثارو د نقلونو جوړول او د کلتوري سیاحت لپاره د هغوي نندارې ته وړاندې کول هم د دې پلان برخه ده.





خو د لرغونپوهنې او کلتوري میراث ماهران وايي، چې یوازې ډیجیټل ثبت یا د ځینو ډبرو انتقال د یوې زرګونه کلنې تاریخي سیمې بشپړ بدیل نه شي کېدی. د دوي په وینا، کله چې یو لرغونی اثر له خپل اصلي ځایه جلا شي، د هغه د تاریخي ارزښت او د شاوخوا چاپېریال سره د تړاو یوه برخه هم له منځه ځي.

د چلاس او دیامر لرغوني نقشونه او پر ډبرو کيندل شوي لیکونه د سیمې د تاریخ یوه ځانګړې خزانه ګڼل کېږي. په ځانګړي ډول د بودایي دورې اثار د ګندهارا، شمالي سیمو او مرکزي اسیا ترمنځ د مذهبي او کلتوري اړیکو د څېړنې لپاره مهم بلل کېږي.

دیامر ـ بهاشا بند د اباسین پر سیند د پاکستان له سترو پرمختیايي پروژو څخه دی. حکومت وايي، چې دغه بند به د اوبو د زېرمه کولو، د برېښنا د تولید او د هېواد د اوبو د اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول ولوبوي. خو د پروژې ترڅنګ د ځمکو، چاپېریال، د سیمې د خلکو د بې‌ ځایه کېدو او د لرغوني میراث د خوندي کولو مسئلې هم له کلونو راهیسې د بحث موضوع دي.





د کلتوري میراث د ساتنې کارپوهان ټینګار کوي چې پرمختیايي پروژې او د برېښنا اړتیاوې مهمې دي، خو هغه تاریخي اثار چې زرګونه کاله پخوانۍ سابقه لري او له منځه تللو وروسته بېرته نه شي راګرځول کېدی، باید د پروژې د پرمختګ ترڅنګ په جدي ډول خوندي شي.

دوي وايي، چې د دیامر بودایي او لرغوني اثار یوازې د یوې سیمې میراث نه دی، بلکې د سویلي او مرکزي اسیا د ګډ تاریخي او کلتوري میراث یوه مهمه برخه ده.