بشکیک : د ایس سي او، شانګهای همکارۍ سازمان، د مشرانو سرمشریزه د سپتمبر پر لومړۍ نېټه د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې کېږي، چې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف، د چین ولسمشر شي جین پینګ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د هند وزیراعظم نریندرا مودي به پکې ګډون وکړي.
د بېلابېلو هېوادونو مشران او لوړپوړي پلاوي به ،د اګست پر ۳۱مه، بشکیک ته رسېږي او د سرمشریزې تر څنګ به دوه اړخیزې غونډې هم کوي. د قرغزستان د چارواکو په وینا، د دغو ورځو پر مهال بشکیک ته د شاوخوا ۲۱ هېوادونو د مشرانو د ورتګ تمه ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي، چې وزیراعظم شهباز شریف به د ایس سي او د مشرانو په غونډه کې ګډون کوي او د قرغزستان له مشرتابه سره به جلا خبرې هم ولري. پاکستان به د بشکیک د سرمشریزې له پای وروسته د یو کال لپاره د سازمان د مشرانو د شورا مشري واخلي او په ۲۰۲۷م کال کې به د سازمان راتلونکې سرمشریزه په اسلام اباد کې کوربه توب کوي.
سرمشریزه سږ کال د ایس سي او د جوړېدو له ۲۵مې کلیزې سره هممهاله ده. د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو مخکې د «بشکیک اعلامیې» مسوده او یو شمېر نور اسناد تیار کړي دي، چې تمه ده د سپتمبر د لومړۍ نېټې په غونډه کې پرې وروستۍ پرېکړه وشي.
سیمه ییز امنیت، تجارت، انرژي، د ترانسپورټ لارې، اقتصادي همکاري، سایبري ګواښونه او د سیمې ترمنځ د اړیکو پراخول د غونډې له مهمو موضوعاتو ګڼل کېږي. د پاکستان لپاره اقتصادي او ترانسپورټي اتصال، تجارت او سیمه ییز امنیت د ایس سي او په چوکاټ کې له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.
د سرمشریزې تر څنګ د لویو هېوادونو د مشرانو دوه اړخیزې ناستې هم د پام وړ دي. روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین پلان لري له نریندرا مودي سره وګوري، او د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره د پوتین د خبرو پلان هم تایید شوی دی. تر اوسه د شهباز شریف او مودي ترمنځ د دوه اړخیزې غونډې رسمي اعلان نه دی شوی.
د چین ولسمشر شي جین پینګ به د ایس سي او د غونډې تر څنګ قرغزستان ته دولتي سفر هم کوي. د چین ـ قرغزستان ـ ازبکستان رېل پټلۍ، سیمه ییز تجارت او د منځنۍ اسیا له لارې د چین د ترانسپورټي اړیکو پراخول د هغه د سفر له مهمو اقتصادي موضوعاتو بلل کېږي.
افغانستان د ایس سي او بشپړ غړی نه دی او د څارونکي هېواد حیثیت لري، خو د افغانستان امنیتي وضعیت، له منځنۍ اسیا سره سوداګریزې لارې او سیمه ییز اتصال د سازمان په بحثونو کې مهم ځای لري. ایس سي او اوس لس بشپړ غړي لري، چې پاکستان، چین، روسیه، هند، ایران، قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان، ازبکستان او بېلاروس پکې شامل دي.
د بشکیک غونډه په داسې وخت کې کېږي چې پاکستان د سازمان مشري اخلي او په ۲۰۲۷م کال کې به د ایس سي او د مشرانو د راتلونکې غونډې کوربه وي. اسلام اباد وايي، چې د خپلې مشرۍ پر مهال به د سیمه ییز امن، اقتصادي همکارۍ، تجارت، ترانسپورټ او اتصال پر پراخولو تمرکز کوي.


شال نیوز