بشکیک : په روسیه کې د ایران سفیر کاظم جلالي ویلي دي، چې د ایران ولسمشر ،مسعود پزشکیان، به راتلونکې اوونۍ د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې د روسیې له ولسمشر ،ولادیمیر پوتین، سره وګوري.

 

جلالي ،د اګست پر ۲۶مه، د ایران له دولتي خبري اژانس ایرنا سره په خبرو کې ویلي دي، چې ټاکل شوې دا لیدنه د شانګهای د همکارۍ سازمان د مشرانو د غونډې په څنډه کې وشي. د نوموړي په وینا، دا به په تېرو دوو کلونو کې د پزشکیان او پوتین شپږمه مخامخ لیدنه وي.

 

د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو غونډه د سپتمبر پر لومړۍ نېټه په بشکیک کې کېږي. د سازمان رسمي معلومات ښيي چې د غونډې د وروستیو اسنادو او اجنډا پر چمتو کولو کار روان دی.

 

کرملین تر دې مخکې تایید کړې وه چې پوتین به د بشکیک په غونډه کې ګډون کوي، خو د هغه د ټولو دوه اړخیزو لیدنو بشپړ مهالوېش یې لا نه دی خپور کړی.

 

تمه ده پزشکیان او پوتین د ایران او روسیې پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي او امنیتي همکارۍ او د سیمې پر وروستیو سیاسي بدلونونو خبرې وکړي.