تهران : د ایران د ملي امنیت د عالي شورا سکرتر ،محسن رضايي، خبرداری ورکړی دی چې که امریکا د ایران سمندري محاصره روانه وساتي، تهران به د امریکا اقتصادي ګټې «په شدت او قوت» په نښه کړي.

 

رضايي ،د اګست په ۲۷مه، د لبنان له المنار ټلوېزیون سره په خبرو کې ویلي دي، چې ایران د اوربند په موده کې د سمندري محاصرې د ماتولو توان موندلی او شاوخوا ۷۰ تر ۸۰ میلیونه بېرله خام تېل یې بهر ته لېږلي دي.

 

نوموړي دعوه کړې ده چې د ایران د تېلو خرڅلاو اوس د بندیزونو تر مخکینۍ کچې رسېدلی او تهران د تېلو د لېږد نوې لارې هم پیدا کړې دي. د دغو شمېرو خپلواک پخلی سمدستي نه دی شوی.

 

رضايي ویلي دي، چې که پر ایراني بندرونو فشار او محاصره دوام وکړي، ایران به په ځواب کې د امریکا اقتصادي ګټې په نښه کړي؛ خو نوموړي دا نه دي روښانه کړي چې د کومو اقتصادي هدفونو یا د کوم ډول اقدام خبره کوي.

 

هغه بیروت او د لبنان سویلي ضاحیه د ایران «سره کرښه» بللې او ویلي یې دي چې تهران د لبنان امنیت د لویدیځې اسیا د سیمې له امنیت سره تړلی ګڼي.

 

روسي رسنۍ: امریکا او ایران د اوربند پر اصل سلا شوي؛ رسمي تایید لا نشته، هرمز د احتمالي جوړجاړي مهمه برخه ده
روسي رسنۍ: امریکا او ایران د اوربند پر اصل سلا شوي؛ رسمي تایید لا نشته، هرمز د احتمالي جوړجاړي مهمه برخه ده
هرمز : ایران د سمندري تګ راتګ د عادي کېدو لپاره شرطونه برابروي
هرمز : ایران د سمندري تګ راتګ د عادي کېدو لپاره شرطونه برابروي

 

رضايي همداراز ویلي دي چې له امریکا سره د هرې ممکنه موافقې لپاره د ایران په شرطونو کې په لبنان او غزه کې د جګړې درول او د لبنان له هغو سیمو د اسراییلي ځواکونو وتل شامل دي چې ایران یې اشغال شوې سیمې بولي.

 

رویټرز په یو جلا تازه راپور کې ویلي دي، چې تهران د هرمز تنګي د عادي سمندري تګ راتګ د بیا پېل لپاره هم شرطونه ترتیبوي؛ په دغو غوښتنو کې د ایراني بندرونو د محاصرې ختمول، د بندیزونو لرې کول او د تاوان موضوع شامله ده.

 

رضايي هغه راپورونه هم رد کړي دي چې ګنې ایران د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د زوې پر ضد د کوم اقدام پلان جوړ کړی و، او دا دعوې یې «جوړ شوي تبلیغات» بللي دي.