اسلام اباد : د پاکستان وفاقي حکومت د اسلام اباد په پمز روغتون کې د اورلګېدنې له امله د وژل شوو ۱۴ نویو زېږېدلو ماشومانو د هرې کورنۍ لپاره د ۵۰ لکه پاکستانیو روپیو مالي مرستې اعلان کړی دی.
حکومت ،د اګست په ۲۷مه، ویلي دي، چې دا مرسته د غمجنو کورنیو د سمدستي ستونزو د کمولو لپاره ده، خو د پېښې د ذمه وارۍ پلټنه به جلا روانه وي. د اګست په ۲۶مه د پمز د مور او ماشوم روغتون د نویو زېږېدلو ماشومانو په نرسرۍ کې اور لګېدلی و چې ۱۴ ماشومان پکې مړه شول.
د روغتیا وفاقي وزیر ،مصطفی کمال، په لومړنیو معلوماتو کې ویلي وو چې اور ښيي د ایرکنډېشنر د تخنیکي خرابۍ وروسته لګېدلی وي او په نرسرۍ کې موجود اکسیجن یې په چټک خپرېدو کې رول لوبولی وي، خو د اور اصلي علت لا وروستی نه دی ثابت شوی.
د وزیراعظم شهباز شریف په امر د پېښې د پلټنې لپاره کمېټي جوړه شوې ده. کمېټۍ د پمز د سي سي ټي وي ویډیوګانې اخیستې او د یو شمېر چارواکو لیکلي بیانونه یې ثبت کړي دي.
وزیراعظم تر پېښې وروسته د وفاقي روغتیا سېکرټري اسلم غوري له دندې لیرې کړی او ویلي یې دي چې که د چا غفلت ثابت شي، پر ضد به یې اقدام وشي.
د قامي اسمبلۍ د روغتیا قایمه کمېټۍ هم غوښتنه کړې چې د اور د پېل، د روغتون د عملې د غبرګون او د حفاظتي انتظاماتو په اړه بشپړه پلټنه وشي.


شال نیوز