تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، په اسلام‌اباد کي د پاکستان انسټیټیوټ اف میډیکل ساینسز، پمز، په روغتون کي د اور لګېدنې له امله د نویو زېږېدلو ماشومانو پر مړینه غمرازي کړې ده.

 

د ټي ټي پي ویاند محمد خراساني د پنجشنبې په ورځ، د اګست پر ۲۷مه، په یوه بیان کي ویلي چې دغه ډله د مړو ماشومانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي.

 

په بیان کي د عیني شاهدانو او د ځینو ماشومانو د والدینو څرګندونو ته په اشارې سره د روغتون پر انتظامیه د غفلت او بې‌پروايۍ تور هم لګول شوی، خو د دې دعوې په اړه د روانې پلټنې وروستۍ نتیجه لا نه ده اعلان شوې.

 

د چهارشنبې په سهار د پمز روغتون د مور او ماشوم په څانګه کي اور لګېدلی و چې لږ تر لږه ۱۴ نوي زېږېدلي ماشومان پکي مړه شول. چارواکو ویلي، لومړني معلومات ښيي چې اور د اېیرکنډېشن له یوې برخې څخه پیل شوی او د اکسیجن د زیاتې کچې له امله په چټکۍ خپور شوی و.

 

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د پېښې د پلټنې امر کړی، د صحت وفاقي سیکرټري یې له دندې معطل کړی او یوې لوړپوړې کمېټۍ ته یې ویلي چې د پېښې د علت، د روغتون د اور وژنې د انتظام، د ایمرجنسي اصولو او ممکنه غفلت په اړه پلټنه وکړي.