د اسلاماباد په پمز روغتون کي د اور له امله د ۱۴ نویو زېږېدلو ماشومانو مړینې په پراخه کچه نړیوال غبرګون راپارولی او د اسیا، اروپا، منځني ختیځ او افریقا یو شمېر هېوادونو او نړیوالو ادارو د قربانیانو له کورنیو او د پاکستان له خلکو سره غمرازي کړې ده.
د سعودي عربستان خارجه وزارت ویلي، ریاض د وژل شویو ماشومانو له کورنیو، د پاکستان له حکومت او خلکو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي او په دې سخت وخت کي ورسره ولاړ دی. سعودي عربستان د پاکستان د خلکو لپاره د امن او خوندیتوب هیله هم څرګنده کړې ده.
د ایران خارجه وزارت ویاند اسماعیل بقايي د ایران د حکومت او خلکو په استازیتوب د قربانیانو له کورنیو او د پاکستان له حکومت او خلکو سره غمرازي کړې ده. هغه د غمجنو میندو او پلرونو لپاره د زغم او د ژوبلو لپاره د ژر روغېدو دعا کړې ده.
په اسلاماباد کي د ترکیې سفارت ویلي، د نویو زېږېدلو ماشومانو پر مړینه ژور خواشینی دی او په دې غم کي د پاکستان له حکومت او خلکو سره ولاړ دی.
د برتانیا عالي کمېشن هم پېښه زړه بوږنوونکې بللې او ویلي یې دي چې د دوی فکر او خواخوږي د هغو میندو، پلرونو او کورنیو سره ده چې په دې پېښه کي یې خپل ماشومان له لاسه ورکړي دي.
د چین سفارت ویلي، د ۱۴ ماشومانو پر مړینه ژور خپګان لري او د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله ژوره غمرازي او خواخوږي څرګنده کړې ده.
د هسپانیې سفارت ویلي، د پمز په اور کي د ۱۴ نویو زېږېدلو ماشومانو مړینې سخت خواشینی کړی او د قربانیانو له کورنیو او ټولو اغېزمنو کسانو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
روسیې هم د ماشومانو مړینه نه جبرانېدونکی زیان بللی او د غمجنو کورنیو لپاره یې د زغم او حوصلې هیله کړې ده. د اوکراین سفارت هم ویلي، د ماشومانو د ژوند پر ضایع کېدو ژور خپګان لري او د قربانیانو له کورنیو سره خپله غمرازي شریکوي.
د بېلاروس سفارت ویلي، دا د هغو ماشومانو مړینه ده چې ژوند یې لا تازه پیل کړی و او دا د هغوی د کورنیو لپاره نه جبرانېدونکی غم دی. سفارت ویلي، په دې سخت وخت کي د پاکستان د خلکو درد شریکوي.
د قزاقستان سفارت هم د نویو زېږېدلو ماشومانو پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې فکر او دعاوې یې له غمجنو کورنیو سره دي.
د چک جمهوریت سفارت د وژل شویو ماشومانو له کورنیو سره غمرازي کړې او له ټولو هغو کسانو سره یې د یووالي څرګندونه کړې چې له پېښې اغېزمن شوي دي. د پرتګال سفارت هم د ماشومانو له کورنیو او خپلوانو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.
د ازبکستان سفیر ویلي، د هغو نویو زېږېدلو ماشومانو مړینې ژور خواشینی کړی چې ژوند یې لا تازه پیل شوی و. هغه د قربانیانو له کورنیو سره غمرازي کړې او ویلي یې دي چې ازبکستان په دې سخت وخت کي د پاکستان له خلکو سره ولاړ دی.
نایجیریا هم له پاکستان سره غمرازي کړې ده. د دغه هېواد خارجه وزارت ویلي، د پاکستان له حکومت او خلکو، په ځانګړي ډول له هغو کورنیو سره خواخوږي لري چې خپل ماشومان یې له لاسه ورکړي دي.
د مسلم ورلډ لیګ عمومي منشي شیخ محمد بن عبدالکریم العیسی هم د پاکستان له حکومت، خلکو او د قربانیانو له کورنیو سره غمرازي کړې او ویلي یې دي چې اداره یې د پاکستان د خلکو په دې غم کي ورسره ولاړه ده.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې، یونیسف، د ۱۴ نویو زېږېدلو ماشومانو مړینه یوه دردناکه پېښه بللې ده. په پاکستان کي د یونیسف استازې پرنیل ایرونسایډ ویلي، هر نوی زېږېدلی ماشوم د خوندي ژوند د پیل حق لري او هره مور او ماشوم باید په خوندي روغتیايي مرکز کي درملنه ترلاسه کړي. یونیسف په پاکستان کي د روغتونونو او نورو روغتیايي مرکزونو د اور ضد خوندیتوب د اصولو د بېړنۍ بیاکتنې او پیاوړتیا غوښتنه کړې ده.
د اګست پر ۲۶مه سهار د پمز روغتون د مور او ماشوم په څانګه کي اور لګېدلی و. د پاکستان حکومت ویلي، په پېښه کي ۱۴ نوي زېږېدلي ماشومان مړه شوي دي. د پېښې د علت، د اور ضد انتظاماتو او د ژغورنې د غبرګون په اړه جلا پلټنې روانې دي.
د اګست د ۲۶مې له ماښام راهیسې د پمز پېښه یوازې د پاکستان کورنی غم نه دی پاتې شوی؛ د بېلابېلو هېوادونو سفارتونو، حکومتونو او نړیوالو ادارو د ۱۴ ماشومانو پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او د قربانیانو له کورنیو سره یې غمرازي کړې ده.


شال نیوز