واشنګټن : د امریکا خارجه وزارت ،د اګست په ۲۵مه، ویلي دي، چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د امریکا په سفارتونو او قونسلګریو کې د ویزو ملاقاتونه موقتاً ځنډول شوي دي او ځینې ټاکل شوې نېټې بدلېږي.
د وزارت په وینا، دا اقدام د قونسلګرۍ افسرانو د یوې نړیوالې روزنې له امله شوی دی. په دې روزنه کې به افسرانو ته دا لارښوونه کېږي چې د ویزې غوښتونکو دوسیې په یو شان معیار وڅېړي، په ځانګړي ډول دا چې یو غوښتونکی امریکا ته له تګ وروسته پر سرکاري مالي مرستو د تکیې امکان لري او که نه.
خارجه وزارت تر اوسه نه دي ویلي چې دا موقتي ځنډ به تر کومې نېټې دوام وکړي او د ویزو د ملاقاتونو عادي بهیر به کله په بشپړ ډول بېرته پېل شي.
راپورونه وايي، چې په ځینو هېوادونو کې هغو کسانو ته، چې له مخکې یې د ویزې د مرکې نېټې اخیستې وې، ایمیلونه ورلېږل شوي او ورته ویل شوي دي چې د ملاقات نېټه یې بدله شوې ده. ځینو غوښتونکو ته ویل شوي دي چې د مرکې نوې نېټه به وروسته ورپه ګوته شي.
دا اقدام یوازې په یو هېواد پورې محدود نه دی او د امریکا د سفارتونو او قونسلګریو په نړیواله شبکه کې عملي کېږي. له همدې امله د پاکستان، افغانستان او نورو هېوادونو د ویزې غوښتونکي هم ترې اغېزمنېدلی شي.
خو خارجه وزارت نه دي ویلي چې د ویزو ټول ډولونه او ټول غوښتونکي به په یو شان اغېزمن شي. هغه کسان چې له مخکې یې د مرکې نېټه اخیستې، باید د اړوند امریکايي سفارت یا قونسلګرۍ ایمیلونه او د خپلې دوسیې تازه معلومات وګوري.
دا پرېکړه څو ورځې وروسته له هغه شوې چې د امریکا یو وفاقي قاضي د ټرمپ د حکومت هغه پالیسي ناقانونه وبلله چې د پاکستان په ګډون د ۷۵ هېوادونو لپاره یې د مهاجرتي ویزو د بهیر د درولو زمینه برابره کړې وه.
د ولسمشر ډونلډ ټرمپ حکومت وايي، چې د ویزو د ارزونې د سختولو هدف د امریکا د کډوالۍ او امنیتي قوانینو پلي کول او دا ارزول دي چې امریکا ته تلونکي کسان به پر سرکاري مالي مرستو متکي کېږي او که نه.


شال نیوز