نیویارک : د امریکا یو وفاقي قاضي د ټرمپ د حکومت هغه پالیسي ناقانونه بللې ده چې د افغانستان په ګډون د ۷۵ هېوادونو وګړو ته یې د کډوالۍ ویزو ورکول درولي وو.
د نیویارک په منهټن کې وفاقي قاضۍ ،جېنېټ ورګاس، د اګست پر ۲۱مه، په خپله پرېکړه کي ویلي دي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ،د قانون له مخې، دا واک نه لري چې یوازې د تابعیت پر بنسټ د یو هېواد د ټولو وګړو لپاره د کډوالۍ ویزې په بشپړه توګه وځنډوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د روان کال له جنورۍ راهیسې د افغانستان، پاکستان، ایران، عراق، بنګله دېش او یو شمېر نورو هېوادونو د وګړو لپاره د کډوالۍ د ویزو بهیر درولی و. حکومت ویلي وو، چې د دغو هېوادونو ځینې غوښتونکي ښيي امریکا ته له رسېدو وروسته پر دولتي مرستو متکي شي.
خو عدالت ویلي دي، چې د امریکا د کډوالۍ قانون چارواکو ته اجازه ورکوي چې د هر غوښتونکي مالي او شخصي حالت جلا وارزوي، خو د یو هېواد ټول وګړي یوازې د تابعیت پر بنسټ له ویزې محرومول له قانون سره سمون نه لري.
دا پرېکړه هغو کسانو ته مهمه بلل کېږي چې د کورنۍ یوځای کېدو، کار او نورو دایمي کډوالۍ ویزو ته منتظر دي.
افغانستان هم د دغو ۷۵ هېوادونو په نوملړ کې شامل و، خو پر افغان وګړو د امریکا د حکومت د نورو جلا ویزه ییزو محدودیتونو له امله دا پرېکړه په دې معنا نه ده چې د افغانانو لپاره ټولې امریکايي ویزې بېرته په بشپړه توګه پرانیستل شوې دي.
د افغانانو د ځانګړو کډوالۍ ویزو او ځینو نورو استثنايي کټګوریو لپاره جلا قوانین او مقررات پر خپل ځای پاتې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د عدالت د دې تازه پرېکړې په اړه مفصل رسمي غبرګون نه دی خپور کړی.


شال نیوز