لندن / اسلام‌ اباد : د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان پخوانۍ مېرمنې ،جمایما ګولډسمت، د برېتانیا له حکومت څخه غوښتي، چې د عمران خان د خوشې کولو او د هغه د بشري حقونو د خوندي کولو لپاره په ښکاره اقدام وکړي.

 

جمایما ګولډسمت ،د اګست په ۲۴مه، د برېتانیا وزیراعظم انډي برنهم او د بهرنیو چارو وزیر اېډ میلیبنډ ته په یوه علني اپیل کې پوښتنه کړې: «برېتانیا به تر کومه چوپه پاتې وي؟»

 

هغې ویلي، عمران خان له اوږدې مودې راهیسې په زندان کې دی او ادعا یې کړې چې له کورنۍ سره یې تماس محدود شوی، شخصي ډاکټر ته بشپړ لاسرسی نه لري او د اوږدې انفرادي بند له امله یې روغتیا اغېزمنه شوې ده.

 

 

 

جمایما ویلي، د عمران خان دوه زامن، سلیمان او قاسم، د برېتانیا اتباع دي، خو له خپل پلار سره د منظم ملاقات او ټیلیفوني خبرو له حقه بې برخې پاتې شوي دي.

 

هغې د پاکستان د ستر عدالت وروستي حکم ته هم اشاره کړې، چې له مخې یې عمران خان ته باید مناسبه طبي پاملرنه، له شخصي ډاکټر سره لاسرسی، د کورنۍ ملاقاتونه او له زامنو سره منظمې ټیلیفوني خبرې برابرې شي.

 

جمایما ویلي، که د عدالت دا حکمونه نه عملي کېږي، نو دا موضوع یوازې د پاکستان داخلي سیاست نه، بلکې د بشري حقونو مسئله ده.

 

د نړۍ د کرکټ ۲۲ پخوانیو مشهورو لوبغاړو شهباز شریف ته د عمران خان د علاج په اړه خط لیکلی
د نړۍ د کرکټ ۲۲ پخوانیو مشهورو لوبغاړو شهباز شریف ته د عمران خان د علاج په اړه خط لیکلی
سپریم کورټ : عمران خان دې له اډیاله جېله شفا انټرنېشنل روغتون ته ولېږدول شي
سپریم کورټ : عمران خان دې له اډیاله جېله شفا انټرنېشنل روغتون ته ولېږدول شي
عمران خان له طبي معاینې وروسته بېرته اډیاله جېل ته منتقل کړل شو
عمران خان له طبي معاینې وروسته بېرته اډیاله جېل ته منتقل کړل شو

 

هغې له برېتانوي حکومت څخه غوښتي چې له پاکستان سره په ښکاره خبرې وکړي او د عمران خان د طبي حقونو، د کورنۍ د ملاقاتونو او د هغه د خوشې کولو لپاره فشار راوړي.

 

پاکستاني حکومت بیا د عمران خان د ناوړه چلند او طبي غفلت تورونه رد کړي او وايي، نوموړي ته د قانون له مخې اړینې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

 

عمران خان د ۲۰۲۳ کال له اګست راهیسې په زندان کې دی. هغه او تحریک انصاف د ده پر ضد قضیې سیاسي بولي، خو حکومت دا دریځ ردوي.