راولپندۍ : د پښتنې ټیک ټاکرې شمسو بي بي، چې په ټولنیزو رسنیو کې د «عایشه ګلامنه» په نوم پېژندل کېده، د وژنې په قضیه کې محکمې دوه تورن کسان د څلورو ورځو لپاره په جسماني ریمانډ پولیسو ته سپارلي دي.

 

پولیسو دواړه تورن کسان ،د اګست په ۲۴مه، د سیمه‌ ییز قاضي محمد اصف اقبال محکمې ته وړاندې کړل. د پلټنو ټیم له محکمې وغوښتل چې د قضیې د نورو اړخونو، د وسلې او د برید د څرنګوالي په اړه د پوښتنو لپاره د هغوي جسماني ریمانډ منظور کړي.

 

د عایشه ګلامنې د وژنې قضیه؛ پولیسو پلار، ورور او درې نور خپلوان نیولي
د عایشه ګلامنې د وژنې قضیه؛ پولیسو پلار، ورور او درې نور خپلوان نیولي

 

محکمې د پولیسو غوښتنه ومنله او دواړه کسان یې د څلورو ورځو لپاره پولیسو ته وسپارل. بل خوا، د عایشې پلار، ورور او تره، چې پولیس یې د قتل د پلان او د پېښې په تړاو نیولي، د ۱۴ ورځو لپاره په جوډیشل ریمانډ اډیاله زندان ته لېږل شوي دي.

 

شمسو بي بي ،د اګست پر ۱۴مه، وژل شوې وه او پولیسو د اګست پر ۲۲مه د هغې د پلار په ګډون پنځه کسان د قضیې په تړاو ونیول.

 

ګیله منه عایشه؛ هغه نجلۍ چې د لمبو په منځ کې به یې بړق بړق خندل
ګیله منه عایشه؛ هغه نجلۍ چې د لمبو په منځ کې به یې بړق بړق خندل

 

د پولیسو لومړنۍ پلټنې دا احتمال څېړي چې نوموړې د تش په نامه «ناموس» په نوم وژل شوې وي. پولیس وايي، د قتل د پلان، د برید کوونکو د رول او د کورنۍ د ځینو غړو د احتمالي لاس لرلو په اړه پلټنې لا روانې دي. پولیسو ویلي، د قضیې وروستۍ پایله به د پلټنو تر بشپړېدو وروسته روښانه شي.