راولپنډۍ : د پنجاب د راولپنډۍ ضلعې پولیس وايي، چې په ټیکسلا کې د ټک ټاک مشهورې فعالې شمسو بي بي، چې په ،عایشه ګلامنه، هم مشهوره وه، د وژنې په قضیه کې یې د هغې د پلار او ورور په ګډون پنځه کسان نیولي دي.
د راولپنډۍ د پولیسو د عملیاتو مشر طارق محبوب د شنبې په ورځ، د اګست پر ۲۲مه، په یوه خبري غونډه کې وویل، چې لومړنۍ پلټنې ښيي چې عایشه ګلامنه د «غیرت» په نوم په پلان شوي توګه وژل شوې ده. نوموړي وویل، چې په قضیه کې نورې پلټنې لا هم روانې دي.
د پولیسو په وینا، په نیول شویو کسانو کې د عایشې پلار فضل، ورور بشیر، د تره زوې احسان، روزي خان او یاسین شامل دي. پولیس دعوه کوي چې د پلټنو پر مهال ترلاسه شویو شواهدو د کورنۍ د ځینو غړو پر لور د تحقیقاتو مخ واړاوه او وروسته دغه کسان ونیول شول.
طارق محبوب ویلي دي، چې پولیسو د پېښې د پلټنې لپاره له ټکنالوژۍ، بشري استخباراتي معلوماتو او د ۱۰۰ نه د زیاتو سي سي ټي وي کامرو له ویډیوګانو استفاده کړې ده.
هغه وویل، چې د لومړنیو پلټنو له مخې عایشه په یو تقریب کې د ګډون له امله د خپلې کورنۍ له مخالفت سره مخ شوې وه او پولیس شک لري چې وروسته یې د وژلو پلان جوړ شوی و.
پولیس وايي، چې مشکوکو کسانو هڅه کړې وه چې د پېښې اصل لوری بدل او پلټونکي په بله خوا بوځي. د پولیسو په خبره، د پلټنو پر مهال راټول شوي شواهد به عدالت ته وړاندې شي، خو د قضیې وروستی قانوني مسوولیت به عدالت ټاکي.
عایشه ګلامنه ،د اګست پر ۱۴مه، ماښام د ټیکسلا په سیمه کې هغه مهال په ډزو ووژل شوه چې له خپل ورور او خور سره په موټر کې له کوره وتلې وه. د پولیسو د لومړني راپور له مخې، پر موټرسایکل سپرو کسانو د دوي پر موټر ډزې کړې وې؛ عایشې ته په غاړه مرمۍ لګېدلې او موټر وروسته له یو ډمپر سره ټکر شوی و. په پېښه کې د هغې خور هم ژوبله شوې وه.
د عایشې د وژنې له سمدستي وروسته د هغې پلار پولیسو ته په خپل لومړني شکایت کې ویلي وو چې لور یې د کاشف عرف کاشي په نوم د یو کس ټیلیفوني اړیکه ترلاسه کړې وه او وروسته له کوره وتلې وه. په لومړني ایف ایي ار کې د مالي لانجې او پخوانیو ګواښونو یادونه هم شوې وه.
پولیسو په لومړیو ورځو کې د همدې شکایت پر بنسټ د کاشف عرف کاشي او نورو نومول شویو کسانو د احتمالي رول پلټنه کوله. د اګست پر ۲۰مه پولیسو ویلي وو چې کاشف عرف کاشي یې نیولی او د یو شمېر نورو مشکوکو کسانو په اړه تحقیقات روان دي.
خو د شنبې په ورځ پولیسو وویل چې د تحقیقاتو له پراخېدو وروسته قضیې بل لوری موندلی او اوس یې د عایشې د کورنۍ غړي د وژنې په پلان کې د لاس لرلو په تور نیولي دي.
شمسو بي بي یا عایشه ګلامنه پر ټولنیزو رسنیو مشهوره وه او یوازې پر ټک ټاک یې له یو میلیون ډېر مینه وال لرل. د هغې وژنې پر ټولنیزو رسنیو پراخ غبرګونونه راپارولي وو. پولیس ټینګار کوي چې د «غیرت په نوم وژنې» یادونه تر دې دمه د لومړنیو تحقیقاتو پایله ده او د قضیې پلټنې لا نه دي بشپړې شوې.


شال نیوز