نیویارک / ټیکسلا : د ۲۰۲۵م کال د اکتوبر ۲۳م ماښام و. زه په نیویارک کې د خپل کور په لان کې ناست وم او ټکټاک مې کاته، چې د یوې ځوانې پښتنې نجلۍ ژوندۍ خپرونې زما پام ځان ته واړاوه.
هغې بړق بړق خندل.
داسې خندا چې نه پکې وېره ښکارېده، نه احتیاط او نه د هغې ټولنې د قضاوت پروا چې له یوې ښځې غواړي، ورو وغږېږي، خپل حدود وپېژني او د خلکو له نظره ځان وساتي.
په ټولنیزو رسنیو کې یې ځان «ګیله منه عایشه» باله.
هغې سګرېټ څکول، نڅا یې کوله، په ښکاره یې خبرې کولې او له هغو کسانو سره یې لفظي شخړې کولې چې د هغې ژوندۍ خپرونې ته به ورننوتل او سپکاوی به یې ورته کاوه. ځینو به ستایله، ځینو به کنځلې ورته کولې او ځینو به داسې خبرې ورته کولې چې هدف یې یوازې د هغې سپکول وو.
خو ګیله منه به ډېر ځله د دې هر څه ځواب په خندا ورکاوه.
هماغه ماښام مې د هغې په اړه یوه لیکنه وکړه. وروسته مې دغه لیکنه په خپله فېسبوک پاڼه خپره کړه او د چاپ لپاره مې یوې نړیوالې رسنیزې ادارې ته هم ولېږله.
ما هغې لیکنې ته سرلیک ورکړی و:
«ګیله منه عایشه؛ هغه نجلۍ چې د لمبو په منځ کې به یې بړق بړق خندل»
زما مطلب حقیقي لمبې نه وې.
زما مطلب هغه ټولنیز چاپېریال و چې پکې د یوې ځوانې پښتنې ښځې لپاره په دې ډول ښکاره ژوند کول، خپل شخصیت په خپله ټاکل، د خلکو له خبرو نه وېرېدل او د نارینه وو د سپکاوي په ځواب کې بړق بړق خندل، د لمبو په منځ کې د ژوند کولو په شان وو.
زه د هغې له هرې خبرې او هر کار سره موافق نه وم. هغې به کله ناکله داسې څه ویل او کول چې زما لپاره هم د منلو نه وو. خو د هغې په اړه زما د لیکنې موضوع د دې فیصلې کول نه وو چې هغه «ښه» ښځه وه که «بده».
زما لپاره اصلي پوښتنه دا وه چې زموږ ټولنه له هغې ښځې سره څه ډول چلند کوي چې د نورو د خوښې مطابق ژوند نه کوي.
هماغه وخت مې یوه خبره په واضح ډول لیکلې وه:
زه د هغې لپاره وېرېدم.
ما لیکلي وو چې په داسې چاپېریال کې د یوې ښځې ښکاره ازادي کله ناکله د هغې لپاره په خطر بدلېدی شي.
نږدې لس میاشتې وروسته، زما هغه وېره یو ډېر دروند حقیقت شو.
د ۲۰۲۶م کال د اګست پر ۱۴مه، ۲۸ کلنه ګیله منه عایشه د پنجاب د ټیکسلا په سیمه کې په ډزو ووژل شوه. د پولیسو په اسنادو کې د هغې نوم شمسه بي بي او عایشه یاد شوی، خو په ټولنیزو رسنیو کې په ګیله منه عایشه مشهوره وه. هغې په ټک ټاک کې شاوخوا ۱۳ لکه تعقیبوونکي لرل.
پولیس وايي، چې د وژنې په ورځ هغه له کوره تر وتلو وروسته له وسله وال برید سره مخ شوه. د هغې ۱۵ کلنه خور هم ورسره وه او په برید کې سخته ژوبله شوه.
د کورنۍ د بیان له مخې، ګیله منې تر پېښې لږ مخکې یو ټیلیفوني زنګ ترلاسه کړی و او له کوره د وتلو غوښتنه ترې شوې وه. وروسته دوه موټرسايکل سپاره وسله وال ورنږدې شول او پر موټر یې ډزې وکړې.
یوه ګولۍ د ګیله منې پر غاړه ولګېده. هغې ژوند له لاسه ورکړ، خو خور یې ژوبله شوه. د وژل شوې ټک ټاکرې پلار پولیسو ته ویلي چې لور یې له ځینو کسانو سره مالي اختلافات لرل او تر دې مخکې ورته د مرګ ګواښونه هم شوي وو.
پولیس اوس د هغې وروستي ټیلیفوني تماسونه، موبایل ریکارډ، د امنیتي کمرو ویډیوګانې او نور شواهد څېړي. تر اوسه د وژنې اصلي محرک په قطعي ډول نه دی ثابت شوی.
همدا ټکی د دې کیسې تر ټولو مهم ژورنالېسټیک احتیاط دی.
موږ یوازې د دې لپاره نه شو ویلی چې ګیله منه د خپل ټک ټاک، لباس، خبرو، نڅا یا ژوند د طریقې له امله وژل شوې ده چې هغه یوه متنازعه ښځه وه.
دا باید پلټنې او عدالت ثابت کړي.
خو د هغې د وژنې له محرک څخه جلا، هغه ټولنیز چاپېریال هم له پامه نه شي غورځېدی چې هغې پکې ژوند کاوه.
ګیله منه سیاسي فعاله نه وه، هغې د ښځو د حقونو جلسې نه کولې، د پارلمان، اقتصاد، قانون یا سیاست په اړه یې ویناوې نه کولې، هغې د کوم تحریک مشري نه کوله.
خو هغې یو داسې کار کاوه چې زموږ په ټولنه کې کله ناکله تر سیاسي وینا هم ډېر خلک نارامه کوي:
هغې په خپله خوښه ژوند کاوه، په ښکاره به یې خندل، د خلکو په مخ کې به یې نڅا کوله، سګرېټ به یې څکول، له نارینه وو سره به یې بحث کاوه، که چا به سپکاوی ورته وکړ، هغې به غلې خوله نه نیوله.
همدا د هغې اصلي جنجال و.
هغې د خلکو له خوا جوړ شوی د «منل کېدونکې ښځې» قالب نه مانه.
زموږ په ټولنه کې د یوې ښځې لپاره ډېر ځله د عزت تعریف نور خلک کوي.
څنګه دې خبرې وکړي، څه دې واغوندي، چرته دې ولاړه شي، څومره دې وخاندي، له چا سره دې خبرې وکړي، او کله دې غلې شي.
ګیله منې دا ټول حدود ماتول، هغې د نورو د قضاوت له وېرې خپل غږ نه ټیټاوه.
همدا وجه وه چې د هغې ژوندۍ خپرونې به کله ناکله د ټولنې د دوه مخۍ هنداره وګرځېدې.
هغه نارینه چې په ښکاره به یې د اخلاقو خبرې کولې، د هغې په ژوندۍ خپرونه کې به یې سپکې او جنسي خبرې ورته کولې. ځینو به د هغې عزت تر پوښتنې لاندې راوست، ځینو به یې د کورنۍ سپکاوی کاوه.
او هغې به بړق بړق خندل.
هماغه خندا زما په ذهن کې پاتې شوه.
د افغانستان د جګړو د خبریالۍ په کلونو کې مې له داسې ښځو سره هم لیدلي وو چې د راوا له شبکې سره یې فعالیت کاوه. هغوي به د طالبانو د لومړي واک پر مهال پټې کمرې ګرځولې، د نجونو پټ مکتبونه، اعدامونه او د ښځو پر وړاندې محدودیتونه به یې ثبتول.
هغوی سیاسي فعالانې وې.
ګیله منه له هغوي سره یو شان نه وه، هغې نه پټه کمره درلوده، نه سیاسي سازمان، نه منشور.
هغې یوازې موبایل درلود.
خو په یوه مهمه مانا، موبایل هغې ته هغه دروازه پرانیستې وه چې پخوانیو نسلونو ته نه وه پرانیستل شوې: له کوم منځګړي پرته مستقیم خلکو ته رسېدل.
هغې خپل موبایل په سټېج بدل کړی و، خپله کوټه یې په سټوډیو بدله کړې وه، او خپل ژوند یې د عامو خلکو مخې ته راوستی و.
دا ازادي وه، خو خطر هم ورسره و.
ما همدا خطر د ۲۰۲۵م کال په اکتوبر کې احساس کړی و. هغه وخت مې لیکلي وو چې زه د هغې لپاره وېرېږم. نه ځکه چې ما د کوم ځانګړي قتل یا برید معلومات لرل، نه ځکه چې هغې راته د کوم مشخص ګواښ خبره کړې وه.
بلکې ځکه چې ما د اوږدې خبریالۍ په تجربه کې لیدلي وو چې زموږ په سیمه کې یوه ښځه کله ناکله یوازې د دې لپاره هم د سختې غوسې هدف ګرځي چې د خلکو له خوښې سره سم ژوند نه کوي.
ګیله منه اوس وژل شوې ده.
خو دا به بې انصافي وي چې له مرګ وروسته ترې یوه بې عیبه اتله جوړه کړو. هغه هم د نورو انسانانو په شان متنازعه وه، غلطۍ یې کولې، کله ناکله به یې د خلکو احساسات پارول، کله به یې سختې خبرې کولې.
خو د ژوند حق د کامل انسان جایزه نه ده.
یوه ښځه حق لري چې تېروتنه وکړي او ژوندۍ پاتې شي، حق لري خلک ورسره اختلاف وکړي او ژوندۍ پاتې شي، حق لري خلک یې ونه خوښوي او ژوندۍ پاتې شي، حق لري خپل فکر بدل کړي، خپل حساب بند کړي، له ټولنیزو رسنیو ووځي، بېرته ورشي، یا په بشپړه توګه بل ژوند غوره کړي.
ګیله منې ته دا فرصت ورنه کړل شو.
اوس د پولیسو دنده ده چې معلومه کړي چا هغه له کوره راویسته، چا یې لاره وڅارله، چا پرې ډزې وکړې او ولې.
ایا د هغې مالي اختلافات د قتل تر شا وو؟
ایا پخواني ګواښونه له پېښې سره تړاو لري؟
ایا بل محرک موجود و؟
د دې پوښتنو ځواب باید د شواهدو پر بنسټ ورکړل شي، نه د اټکلونو پر بنسټ.
خو زه یوه بله پوښتنه هم لرم.
موږ د هغو ښځو لپاره څه ډول ټولنه جوړه کړې ده چې زموږ د خوښې مطابق نه وي؟
ایا موږ یوازې هغه ښځه د ازادۍ وړ بولو چې زموږ د اخلاقو له تعریف سره برابره وي؟ که یوه ښځه موږ نارامه کړي، زموږ له دودونو ووځي او زموږ د قضاوت پر وړاندې وخاندي، ایا بیا هم د هغې د ژوند حق منو؟
ما غوښتل یوه ورځ له ګیله منې سره خبرې وکړم.
په خپلې پخوانۍ لیکنې کې مې ویلي وو چې هغې ته مې پیغام استولی او که ځواب یې راکړ، د هغې د ژوند په اړه به نور هم ولیکم.
غوښتل مې وپوښتم:
د کمرې تر شا حقیقي عایشه څوک ده؟
د زرګونو خلکو سپکاوی به یې څومره ځورولو؟
ایا په رښتیا دومره بې پروا وه لکه په ټک ټاک کې چې ښکارېده؟
ایا وېره یې لرله؟
ولې یې ځان «ګیله منه» باله؟
او کله چې موبایل به یې بند کړ، د هغې دنیا به څنګه وه؟
هغې زما پیغام ته ځواب رانه کړ.
مرکه ونه شوه.
اوس دا پوښتنې بې ځوابه پاتې دي.
د ۲۰۲۵م کال د اکتوبر پر ۲۳مه مې د هغې په اړه لیکلي وو:
«هغه نجلۍ چې د لمبو په منځ کې به یې بړق بړق خندل.»
هغه مهال «لمبې» زما لپاره د هغې د شاوخوا ټولنیز فشار، سپکاوي، ګواښ او مخالفت استعاره وه.
نن، نږدې لس میاشتې وروسته، ګیله منه عایشه ژوندۍ نه ده.
خندا یې غلې شوې ده.
خو پوښتنې لا ژوندۍ دي.
چا ووژله؟
ولې یې ووژله؟
او تر دې هم لویه پوښتنه:
ولې زموږ په ټولنو کې د یوې ښځې بړق بړق خندا کله ناکله دومره درنه تمامېږي؟


مجید بابر