بنو : د بنو په ډومېل کې د عوامي نېشنل ګوند، ای اېن پي، په کوربتوب د سپین تنګي د تاریخي پېښې ۹۶م تلین لمانځل شوی دی او د ۱۹۳۰م کال ،د اګست پر ۲۴مه، په دغه پېښه کې د وژل شویو خدایي خدمتګارانو یاد تازه شوی دی.

 

په غونډه کې د ای اېن پي د غړو ترڅنګ دیني عالمانو، قامي مشرانو او د سیمې اوسېدونکو ګډون کړی و. ویناوالو د سپین تنګي پېښه د برتانوي استعمار پر ضد د خدایي خدمتګار تحریک د مبارزې یوه مهمه برخه وبلله.

 

د غونډې ځانګړی مېلمه د ای اېن پي مشر او پخوانی سېنېټر ،حاجي باز محمد خان اېډوکېټ، و. د ګوند ضلعي صدر ناز علي خان وزیر، جنرل سېکرټري شاه قیاز باچا اېډوکېټ، د ډومېل تحصیل صدر ملک سهراب خان وزیر اېډوکېټ او یو شمېر نورو ګوندي مشرانو هم ګډون کړی و.

 

باز محمد خان وویل، چې د سپین تنګي د وژل شویو کسانو قربانۍ د پښتنو د قامي او جمهوري مبارزې د تاریخ یوه مهمه برخه ده او د قاضي فضل قادر په ګډون د خدایي خدمتګارانو مبارزه باید راتلونکو نسلونو ته ورسول شي.

 

هغه وویل، چې د هغه وخت برتانوي ځواکونو په سپین تنګي کې پر غونډه والو ډزې کړې وې چې په نتیجه کې لسګونه کسان وژل شوي او سلګونه نور ژوبل شوي وو. د تاریخي راپورونو له مخې، دا پېښه د ۱۹۳۰م کال ،د اګست پر ۲۴مه، شوې وه او په ځینو روایتونو کې د وژل شویو شمېر شاوخوا ۸۰ ښودل شوی دی.

 

 سوات کې د بابړې د پېښې په یاد د ‘تورې ورځې’ مراسم
سوات کې د بابړې د پېښې په یاد د ‘تورې ورځې’ مراسم

 

باز محمد خان وویل، چې د خدایي خدمتګار تحریک غړو د سیاسي او جمهوري حقونو لپاره مبارزه کړې وه او د سختو حکومتي اقداماتو باوجود له خپل دریځ نه وو اوښتي.

 

نوموړي د اوسني وضعیت په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې په پښتون مېشته سیمو کې د امن، پر وسایلو د واک، ایيني حقونو او سیاسي ازادۍ مسئلې لا هم موجودې دي. د هغه په وینا، د سپین تنګي د پېښې یاد باید یوازې تر تلین پورې محدود نه وي، بلکې د هغې دورې د سیاسي مبارزې پر تاریخي اړخونو هم بحث وشي.

 

پخواني سېنېټر په بنو کې د پولیسو له ځینو امن کمېټو سره هم سخت مخالفت څرګند کړ. هغه تور پورې کړ چې د دغو کمېټو ځینې کسان خلک له کورونو وړي او وروسته یې مړي موندل کېږي. ده د یوې وروستۍ پېښې یادونه هم وکړه، خو شال نیوز په خپلواکه توګه دغه دعوه نه ده تایید کړې.

 

بنو : د قاري راشد خپلوانو مړی د پریس کلب مخې ته اېښی، د قاتلانو د نیولو غوښتنه یې کړې
بنو : د قاري راشد خپلوانو مړی د پریس کلب مخې ته اېښی، د قاتلانو د نیولو غوښتنه یې کړې

 

باز محمد خان وویل، چې د امن کمېټو د غړو پېژندګلوي، واکونه او د عملیاتو طریقه باید روښانه وي، څو عام خلک وکولی شي د امنیتي ادارو له کسانو او نورو وسله والو ترمنځ توپیر وکړي. په غونډه کې ناز علي خان، ملک سهراب خان وزیر، عبدالصمد خان او نورو ویناوالو هم د سپین تنګي پېښه د پښتنو د سیاسي تاریخ یوه مهمه پېښه وبلله.

 

د غونډې په پای کې د سپین تنګي د وژل شویو کسانو پر یادګار او د قاضي فضل قادر په ګډون د نورو وژل شویو کسانو پر قبرونو ګلونه کېښودل شول او د ګوند بیرغ پورته کړل شو.