بنو : د بنو ښار د اوسېدونکي ،قاري راشد، خپلوانو د هغه د وژنې پر ضد ،د اګست په ۲۳مه، د نوموړي مړی د بنو پریس کلب مخې ته اېښی او احتجاج یې کړی دی. احتجاج کوونکو له پولیسو غوښتي دي چې د پېښې بې طرفه او بشپړه پلټنه وکړي او په وژنه کې ککړ کسان ونیسي.
د قاري راشد د کورنۍ په وینا، نوموړی د لکي مروت د سرای نورنګ په ملنګ اډه سیمه کې په ډزو وژل شوی او مړی یې هم په هماغه سیمه کې موندل شوی دی. د مقتول خپلوان جهانزېب خان او ثاقب خان دعوه کوي چې قاري راشد د جولایۍ پر ۲۷مه د بنو جوډیشل کمپلېکس ته څېرمه د وسله والو نقاب پوشو کسانو له خوا د وسلې په زور له ځان سره بیول شوی و.
دوي وايي، چې وروسته ورته ویل شوي وو چې قاري راشد د پولیسو له یوې امن کمېټۍ سره تړلو کسانو په ولکه کې دی. د کورنۍ په خبره، د هغه د خوشي کولو لپاره یې څو ځله رابطې او خبرې کړې وې، خو کومه نتیجه یې نه وه ورکړې.
خپلوان دا دعوه هم کوي چې هغوي ته معلومات رسېدلي وو چې قاري راشد د سټي پولیس تاڼې په پخوانۍ ودانۍ کې ساتل کېږي. د دوي په وینا، عدالت ته له رجوع وروسته له عدالتي بېلف سره هلته ورغلي وو، خو د دوي تر رسېدو وړاندې نوموړی له هغه ځایه بل ځای ته منتقل شوی و.
کورنۍ ویلي دي، چې له ځینو کسانو سره یې پخوانۍ شخصي دښمني هم روانه وه او دعوه یې کړې ده چې د قاري راشد پر سر د ۸۰ لکه روپیو انعام ایښودل شوی و. شال نیوز د دغې دعوې خپلواکه تصدیق نه شي کولی. خپلوانو له پولیسو غوښتي دي چې دا هم معلومه کړي قاري راشد چا نیولی و، تر وژنې وړاندې چرته ساتل شوی و او په وژنه کې یې څوک لاس لري.
د قاري راشد د کورنۍ له خوا د پولیسو له امن کمېټۍ سره د تړلو کسانو پر ضد د لګېدلو مشخصو تورونو په اړه د کمېټۍ مستقیم دریځ تر اوسه مخې ته نه دی راغلی.
خو د بنو او لکي مروت د پولیسو امن کمېټو ،د اګست په ۲۳مه، په یو ګډ بیان کې ویلي دي چې په وروستیو ورځو کې د دوي پر ضد «بې بنسټه او له حقیقت سره خلاف» تورونه لګېږي. کمېټو ویلي دي، چې د دوي هدف د وسله والو پر ضد له ریاستي ادارو سره مرسته، د پولیسو او ولس ترمنځ همکاري او په سیمه کې د امن د ټینګښت لپاره کار کول دي.
پولیسو تر اوسه د قاري راشد د وژنې د څرنګوالي او د کورنۍ د تورونو په اړه بشپړ تفصیل نه دی خپور کړی. د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.


صفدر داوړ