د خېبر پښتونخوا د نورو سیمو په څېر، په سوات کې هم د اګست ۱۲مه د بابړې د پېښې په یاد د ‘تورې ورځې’په توګه ونمانځل شوه. د مینګورې ښار په ګل کده سیمه کې د عوامي نېشنل ګوند غړو غونډه وکړه او د ۱۹۴۸ کال د بابړې په پېښه کې د وژل شویو کسانو لپاره یې د قرآن کریم ختم وکړ. د عوامي نېشنل ګوند د سوات مشر شیر شاه خان وویل، دوی هر کال د اګست ۱۲مه د بابړې د پېښې د قربانیانو په یاد د تورې ورځې په توګه لمانځي. د هغه په وینا، په ۱۹۴۸ کال کې په بابړه کې پر سولهییزو احتجاج کوونکو ډزې شوې وې. په غونډه کې ګډونوالو د بابړې د قربانیانو ترڅنګ، په سوات کې د کبل پولیسو په وروستۍ پېښه کې د وژل شویو کسانو لپاره هم دعا وکړه.


عصمت علي اخون