فاریاب : د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې د فاریاب ولایت د خیبر ولسوالۍ په شور تاق سیمه کې د ډبرو سکرو د کان د استخراج تړون له یو خصوصي شرکت سره لاسلیک شوی دی.

 

دغه تړون د دوشنبې په ورځ، د اګست په ۲۴مه، د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌ الله بدري او د فاریاب خاتم‌ النبیاء کان کېندنې او پروسس شرکت د رییس ترمنځ لاسلیک شو.

 

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، د یاد کان مساحت شاوخوا یو مربع کیلومتر دی او قراردادي شرکت به د تړون له مخې ۷۷۶ زره او ۵۰۰ امریکايي ډالره پانګونه کوي.

 

وزارت ویلي دي، چې شرکت به د استخراج پر مهال حکومت ته د ټاکل شوې رویالټۍ د ورکولو ترڅنګ په سیمه کې ټولنیز خدمتونه هم ترسره کوي او د خلکو لپاره به د کار زمینه برابروي.

 

د قراردادي شرکت رییس ویلي دي، چې د کان د استخراج چارې به د تړون له شرایطو سره سم په مسلکي او معیاري ډول ترسره کړي او هڅه به وکړي چې له کاني زېرمو څخه اغېزمنه ګټه واخیستل شي.

 

د کانونو او پټرولیم وزارت تر اوسه د کان د ډبرو سکرو د اټکلي زېرمو، د استخراج د مودې او د کلني تولید د کچې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.