پشین : د بلوچستان د پشین ضلعې د سرانان سیمې په سلیمانزو کې ،د اګست پر ۲۴مه، پر هغو مزدورانو ډزې شوې دي چې د دوه‌ طرفه سړک پر جوړولو بوخت وو. د سرچینو په وینا، په پېښه کې پنځه مزدوران وژل شوي او یو بل سخت ټپي شوی دی.

 

د سرچینو د معلوماتو له مخې، وسله‌ والو پر مزدورانو ناڅاپه ډزې کړې او د سیمې ساختماني ماشینري یې هم زیانمنه کړې ده. وسله‌ وال له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلي دي.

 

د سرچینو په وینا، مرستندویه ډلې سیمې ته رسېدلې او د وژل شویو کسانو مړي او ټپي مزدور یې روغتیايي مرکز ته انتقال کړي دي. امنیتي ځواکونو سیمه محاصره کړې او د بریدګرو د موندلو لپاره یې د لټون عملیات پېل کړي دي.

 

تر اوسه هېڅ ډلې د برید مسئولیت نه دی منلی. د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

 

پشین : وسله والو د سرانان پولیس تاڼه په چاودېدونکو توکو ویجاړه کړه
پشین : وسله والو د سرانان پولیس تاڼه په چاودېدونکو توکو ویجاړه کړه

 

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ،میر ضیاالله لانګو، د پېښې غندنه کړې او د وژل شویو مزدورانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

 

لانګو ویلي دي چې وسله‌ والو پر بې‌ دفاع او په ساختماني چارو بوختو مزدورانو برید کړی دی. نوموړي دا پېښه «بزدلانه او د انسانیت ضد عمل» بللې او ویلي یې دي چې د مزدورانو په نښه کول د بریدګرو د سخت‌ زړیتوب څرګندونه کوي.

 

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر زیاته کړې ده چې دا ډول بریدونه به د بلوچستان د سولې او پرمختګ مخه ونه نیسي. د هغه په وینا، په برید کې ښکېل کسان به د قانون له مخې محاکمه او سزا شي.

 

د بلوچستان اعلا وزیر ،میر سرفراز بګټي، هم د اګست پر ۲۴مه په سرانان بازار کې پر مزدورانو شوی برید په کلکه غندلی او ویلي یې دي چې یو ځل بیا بې ګناه پاکستانیان د ترهګرۍ ښکار شوي دي.

 

بګټي ویلي دي، چې د غریبو مزدورانو په نښه کول د بریدګرو د سفاک ذهنیت څرګندونه کوي او دغه کسان د بلوچستان د ودانولو او پرمختګ لپاره په کار بوخت وو. د هغه په وینا، د بې ګناه ولسي وګړو وینه بهوونکي د هېڅ ډول رعایت مستحق نه دي.

 

د بلوچستان اعلا وزیر ویلي دي، چې دا ډول بریدونه د حکومت او امنیتي ادارو عزم نه شي کمزوری کولی او په برید کې ښکېل کسان او د هغوي مرستندویان به د قانون منګولو ته وسپارل شي.

 

نوموړي زیاته کړې ده چې په بلوچستان کې د وسله والو ډلو پر ضد عملیات به تر هغه دوام وکړي څو د ترهګرۍ ګواښ په بشپړ ډول له منځه ولاړ شي. هغه د وژل شویو مزدورانو له کورنیو سره خواخوږي هم څرګنده کړې ده.