پشین : د بلوچستان په پشین ضلعه کې وسله والو د سرانان پر پولیس تاڼه برید کړی او د تاڼې ودانۍ یې په چاودېدونکو توکو الوځولې ده. پولیس چارواکي وايي، چې وسله وال ،د اګست په ۲۰مه، لومړی تاڼې ته ننوتل، هلته موجود پولیس یې له ودانۍ بهر کړل او وروسته یې په ودانۍ کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړل.

د پولیسو په وینا، چاودنه دومره زوروره وه چې د تاڼې ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړه شوې او نږدې دوکانونو او کورونو ته هم جزوي زیان رسېدلی دی. چارواکي وايي، چې په تاڼه کې موجودې دولتي شتمنۍ او هغه یو شمېر موټر هم زیانمن شوي دي چې د بېلابېلو قضیو د ثبوت په توګه د پولیسو په ولکه کې ساتل کېدل.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، بریدګرو له تاڼې دولتي وسلې هم له ځان سره وړي او له سیمې تښتېدلي دي. پولیس چارواکو ویلي دي، چې د پېښې په اړه یې انتظامیې ته خبر ورکړی و، خو د دوي په وینا، اړوند چارواکي پر وخت سیمې ته ونه رسېدل.

له برید وروسته امنیتي ادارو په سیمه کې پلټنې او عملیات پېل کړي او د بریدګرو د پېژندلو، نیولو او د هغوي د تېښتې د لارو د معلومولو لپاره تحقیقات روان دي. تر اوسه د کومې وسله والې ډلې له خوا د برید د مسوولیت د منلو کره خبر نه دی خپور شوی.

د برید په نتیجه کې د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.