کابل : د افغانستان د واکمنو طالب چارواکو ویاند ،ذبیح‌ الله مجاهد، په یوه تازه مرکه کې ویلي دي چې اصلي نوم یې ،طاهرشاه صدیقي، دی او «ذبیح‌ الله مجاهد» یې مستعار نوم دی.

 

نوموړي ،د اګست په ۲۳مه، له بي‌ بي‌ سي سره په خبرو کې ویلي دي چې د پخوانۍ جګړې پر مهال یې د امنیتي دلایلو له کبله د «ذبیح‌ الله مجاهد» نوم کاراوه او وروسته په همدې نوم په پراخه کچه وپېژندل شو.

 

ذبیح‌ الله مجاهد له کلونو راهیسې د طالب چارواکو د مرکزي ویاند په توګه له رسنیو سره خبرې کوي او د دوي رسمي اعلامیې او دریځونه خپروي.

 

د نوموړي د اصلي نوم په اړه په تېرو کلونو کې بېلابېل اټکلونه موجود وو، خو دا لومړی ځل دی چې هغه په خپله په یوه رسنیزه مرکه کې خپل اصلي نوم «طاهرشاه صدیقي» یاد کړی دی.