واڼا : کوز سویلي وزیرستان کې د باران له امله د واڼا ـ ګومل زام پر سړک په بېلابېلو ځایونو کې غر ښویېدلی او سړک د شنکۍ په سیمه کې د ټریفک پر مخ بند شوی دی. ځايي ډرېوران وايي، چې د سړک د بندېدو له امله دواړو غاړو ته ټریفک درېدلی او مسافر او ډرېوران له سختو ستونزو سره مخ دي.
د سیمې د ټرانسپورټرانو اتحادیې ،د اګست په ۲۳مه، د حکومتي ادارو د مرستې له رسېدو مخکې په خپل سر د ټراکټر په وسیله د سړک د خلاصولو کار پېل کړی دی. د احمدزي وزیر قبایلو مشرانو له وفاقي حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې د واڼا ـ ګومل زام سړک د بیا جوړولو کار دې په هنګامي بنیادونو پېل کړي.
دوي وايي، چې صوبايي حکومت او ضلعي انتظامیې ته یې څو ځله د سړک د بیا جوړولو غوښتنه کړې ده، خو تر اوسه پرې عملي کار نه دی شوی. د دوي په خبره، د لږ باران په کېدو هم دغه سړک په وار وار د غر ښویېدو له امله بندېږي.
شال نیوز هڅه وکړه چې په دې اړه د ضلعي انتظامیې دریځ واخلي، خو تر دې دمه مو ځواب نه دی ترلاسه کړی.


ظفر وزير