د پاکستان پيپلز ګوند د کوز سویلي وزيرستان ضلعې جنرل سیکتر ،عمران مخلص وزير، د ګوند له پارلماني مشر ،احمد کریم کونډي، سره ليدلي او د پاکستان ـ افغانستان پولې د وضعيت، په سویلي وزيرستان کې د امن او نظم او د ټانک ـ ګومل زام سړک اړوند مهمو موضوعاتو په اړه يې خبرې کړې دي.
د ګوند له لوري ،د جون په ۲۲مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې عمران مخلص وزير د سویلي وزيرستان پر امنيتي او پرمختيايي ستونزو خبرې وکړې او ويې ويل چې د تېرو څو کلونو راهيسي د سيمي د امن او نظم وضعيت د اندېښنې وړ پاتې شوی، چې له امله يې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
هغه د پاکستان ـ افغانستان پولې د چارو، په سيمه کې د تلپاتې سولې د ټينګښت او د خلکو د سر او مال د خونديتوب پر اړتيا ټينګار وکړ.
عمران مخلص وزير د ټانک ـ ګومل زام سړک اهميت ته په اشارې وويل چې دا لاره د سويلي وزيرستان لپاره يو مهم مواصلاتي او سوداګريز دهلېز دی، خو د سړک خراب حالت او نورې اړوندې ستونزې د سيمي د اوسېدونکو لپاره د اندېښنې وړ دي. د ده په وينا، د سړک د ښه والي او د سيمي د پرمختيايي امکاناتو په اړه هم تفصيلي خبرې وشوې.
بلخوا، احمد کريم کونډي وويل چې د پاکستان ـ افغانستان پولې، امنيت او ټانک ـ ګومل زام سړک ستونزې د سيمي لپاره ډېر اهميت لري.
نوموړي ډاډ ورکړ چې د صوبايي اسمبلۍ د روانې غونډې له پای ته رسېدو وروسته به په دغو موضوعاتو تفصيلي بحث کېږي او د سویلي وزيرستان د خلکو ستونزې به په اړوندو فورمونو کې په اغېزمن ډول راپورته کوي.
هغه زياته کړه چې د سيمي د امنيت د ټينګښت، د ولسي ستونزو د حل او د بنسټيزو اسانتياوو د ښه والي لپاره به خپلې هڅې روانې ساتي.

ظفر وزير