واڼا: د کوز سویلي وزیرستان د مرکز واڼا او د سیمي نورو برخو ترمنځ غځېدلې د ګومل زام مهمه لار، چې د وروستیو څو اوونیو پرله پسې بارانونو او غرښوویېدنو (لینډ سلایډنګ) له امله په بېلابېلو ځایونو کې تړل شوې وه، د جولایۍ په ۲۳مه، د ځايي خلکو، ټرانسپورټرانو او رضاکارانو په ګډو هڅو بېرته د هر ډول ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې ده.
د سړک د تړل کېدو له امله د واڼا د سبزیو او مېوو بازارونو ته د کرنیزو محصولاتو لېږد له جدي ستونزو سره مخ شوی و. ځايي سرچیني وايي، بزګرانو، سوداګرو، ناروغانو او عامو مسافرو ته د تګ راتګ پر مهال سختې ستونزې اوښتي او سوداګریز فعالیتونه هم اغېزمن شوي وو.

د سیمي سیاسي او ټولنیزو فعالانو ویلي دي، چې د ګومل زام لار لا هم د ملي لویو لارو ادارې ته نه ده سپارل شوې، چې له همدې امله هر کال د بارانونو او غرښوویېدنو پر مهال د سیمي کروندګر او سوداګر د میلیونونو روپیو اقتصادي زیان ویني. د هغوي په وینا، د خیبر پښتونخوا د لویو لارو اړوند ادارې هم د دې لارې د دایمي خوندي کولو او ساتنې لپاره اغېزمن اقدامات نه دي کړي.
د راپور له مخې، ځايي ټرانسپورټرانو، د ټرانسپورټ اتحادیو استازو او رضاکارانو په خپلمنځي مالي مرسته د سړک د پاکولو کمپاین پېل کړ. د څو ساعتونو پرله پسې هڅو وروسته د غرښوویېدنې له امله راغلی ملبه لرې او لاره د هر ډول ترافیکو لپاره بېرته پرانیستل شوه.

د سیمي اوسېدونکو له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د ګومل زام لارې د دایمي خوندي کولو لپاره استنادي دېوالونه جوړ، د باراني اوبو د ایستلو مناسب سیستم رامنځته او دغه لار د ملي لویو لارو ادارې ته وسپاري، څو هر کال د ورته ستونزو او اقتصادي زیانونو مخه ونیول شي.
ځايي انتظامیې او رضاکارانو له خلکو غوښتي دي چې د روانو بارانونو له امله د غرنیو سیمو پر لارو د سفر پر مهال له احتیاطه کار واخلي او د اړتیا پرته له سفر څخه ډډه وکړي.


ظفر وزير