کوهاټ : د خیبر پښتونخوا د روغتیا محکمې د کوهاټ ضلعي انتظامیې ته ویلي دي چې د افغان کډوالو نړول شوي پخواني کمپونه هوار کړي، څو په پاتې کندو او ژورو ځایونو کې د باران اوبه ونه درېږي او د ډینګي مچانو د نسل لپاره زمینه برابره نه شي.
چارواکي ،د اګست په ۲۲مه، ویلي دي، چې له پېښور وروسته په صوبه کې دا مهال د ډینګي تر ټولو زیاتې پېښې په کوهاټ کې ثبتېږي. د روغتیا محکمې په وینا، د افغان کډوالو د ځینو پخوانیو کمپونو تر نړولو وروسته په سیمو کې کندې او ژور ځایونه پاتې شوي دي. د باران پر مهال په دغو ځایونو کې اوبه درېږي چې د ډینګي مچانو د زیاتېدو خطر ورسره ډېرېږي.
ورته اندېښنه په هریپور او مانسهره کې هم څرګنده شوې ده، چې هلته هم د افغان کډوالو یو شمېر پخواني کمپونه خالي او وروسته نړول شوي دي. روغتیا محکمه وايي، چې په کوهاټ کې تر اوسه د ډینګي وبا په رسمي ډول نه ده اعلان شوې، خو روغتونونو ته د تیار اوسېدو لارښوونه شوې ده او د ډینګي ناروغانو لپاره ځانګړي بستونه هم ټاکل شوي دي.
چارواکو له خلکو هم غوښتي دي چې په کورونو او شاوخوا سیمو کې د اوبو د درېدو مخه ونیسي او د ډینګي د نښو په څرګندېدو روغتیايي مرکز ته ورشي.


شال نیوز