پېښور : په خیبر پښتونخوا کې په تېره یوه اوونۍ کې د ډینګي ۵۰ نوې پېښې ثبت شوې دي، چې ورسره په صوبه کې د ثبت شوو ناروغانو مجموعي شمېر له ۲۸۹ نه ۳۳۹ ته لوړ شوی دی.
د صوبې د صحت ادارې ،د اګست په ۱۵مه، خپور کړي راپور له مخې، د ډینګي د مخنیوي لپاره په هغو سیمو کې کارونه چټک شوي دي چې د ناروغۍ پېښې پکې زیاتې ثبتېږي. اړوند ډلې د ډینګي د ماشو د نسل د ختمولو لپاره کورونه، د اوبو لوښي او هغه بهرني ځایونه ګوري چې اوبه پکې ولاړې پاتې کېږي.
د صحت ادارې ویلي دي، چې تر اوسه په ۵۵۱ کورونو، د اوبو په ۱،۲۸۰ لوښو او ۲۴۷ بهرنیو ځایونو کې د ډینګي د ماشو چینجي موندل شوي او له منځه وړل شوي دي. چارواکي وايي، چې ولاړې اوبه د ډینګي د ماشو د زیاتېدو یو مهم لامل دی او خلکو ته سپارښتنه شوې ده چې د اوبو لوښي پټ وساتي او د کورونو شاوخوا ولاړې اوبه ختمې کړي.
د راپور له مخې، په پېښور کې تر ټولو زیاتې ۱۵۲ پېښې ثبت شوې دي. له پېښور وروسته په کوهاټ کې ۸۵، بنو کې ۱۹ او هریپور کې ۱۷ پېښې ثبت شوې دي. یوازې په تېره اوونۍ کې په کوهاټ کې ۱۶ او په پېښور کې ۱۳ نوې پېښې مخې ته راغلې دي.
د صحت اداره وايي، چې د ډینګي په اړه د خلکو د خبرولو لپاره تر اوسه له ۸۷ زرو زیاتې د پوهاوي غونډې شوې دي. د راپور له مخې، ښځینه روغتیايي کارکوونکو ته هم روزنه ورکړل شوې چې کور په کور خلکو ته د ډینګي د مخنیوي لارې چارې وروښيي.
خلکو ته ویل شوي دي چې اوږده کالي واغوندي، د خوب پر مهال د ماشو جالۍ وکاروي او په کورونو، بامونو، باغونو او نورو ځایونو کې د اوبو داسې لوښي تش کړي چې د ډینګي ماشې پکې هګۍ اچولی شي.
خو د صحت ادارې چارواکو ویلي دي، چې په پېښور کې ځینې لوي تدریسي روغتونونه د ډینګي د ناروغانو بشپړ معلومات او پتې پر وخت نه ورسره شریکوي. د دوي په وینا، د ناروغانو د کره پتو نشتوالی د دې سبب کېږي چې روغتیايي ډلې په وخت اغېزمنو سیمو ته ونه رسېږي او هلته د ډینګي د ماشو د ختمولو اقدامات ونه کړي.
چارواکي اندېښنه لري چې که د روغتونونو او صحت ادارې ترمنځ د معلوماتو شریکول ښه نه شي، په ځانګړي ډول په پېښور کې د ډینګي د پراخېدو خطر زیاتېدی شي. د صحت ادارې تر اوسه ۱،۷۶۱ مشکوکې پېښې هم ثبت کړې دي. په ۱۴ ضلعو کې د ډینګي د ماشو چینجي موندل شوي چې وروسته له منځه وړل شوي دي.
د صحت چارواکي وايي، چې دا مهال وضعیت تر کنټرول لاندې دی، خو پېښور او کوهاټ هغه سیمې دي چې ځانګړې څارنه پکې روانه ده. د صوبايي حکومت د «ډینګي اېکشن پلان ۲۰۲۶» له مخې، ضلعي انتظامیې او د صحت ادارې د ناروغۍ د مخنیوي، د ډینګي د ماشو د نسل د ختمولو او د نوو پېښو د معلومولو لپاره ګډ کار کوي.


شال نیوز