د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې ویلي دي، چې په صوبه کې د ډینګي وایرس پېښې مخ په زیاتېدو دي او د روان کال له پېل راهیسي تر جون پورې ۱۱۱ تایید شوي کېسونه ثبت شوي دي.
د صحت محکمې له لوري په جاري شوي راپور کې راغلي دي، چې روان کال په ټوله صوبه کې د ډینګي ۶۳۶ شکمن او ۱۱۱ تایید شوي کېسونه مخې ته راغلي دي. د راپور له مخې، تر اوسه د ډینګي تبې له امله د مړیني کومه پېښه نه ده ثبت شوې.
چارواکي وایي، چې د ډینګي تر ټولو زیات تایید شوي کېسونه په پېښور کې ثبت شوي دي، چرته چې د ډینګي له امله ۶۲ کسان روغتونونو ته لېږدول شوي دي. همداراز، په کوهاټ کې ۸، بنو کې ۷ او باجوړ کې ۶ تایید شوي کېسونه مخې ته راغلي دي.
د صحت محکمې په وینا، د ډینګي وایرس د مخنیوي لپاره د صوبې په بېلابېلو سیمو کې د څارنې، سروې او سپری کولو لړۍ روانه ده.
چارواکي وایي، په هغو سیمو کې ،چې د ډینګي ماشي د زیاتوالي نښې لیدل شوې، د مخنیوي ځانګړي اقدامات ترسره شوي دي.

سلمان یوسفزی