کوټه : د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشل ،عاصم منیر، ویلي دي، چې ځینې بهرني عناصر په بلوچستان کې د بې‌ ثباتۍ د رامنځته کولو لپاره د وسله‌ والو ډلو ملاتړ کوي او هغوي د پاکستان پر ضد کاروي.

 

د پوځ د عامه اړیکو ادارې، ایي اېس پي ار، په وینا عاصم منیر دا څرګندونې ،د اګست په ۲۱مه، د بلوچستان له سیاسي مشرانو، مخورو او نورو استازو سره د خبرو پر مهال کړې دي.

 

هغه ویلي دي، چې د پاکستان مخالف عناصر هڅه کوي په بلوچستان کې د وسله‌ والو ډلو له لارې امنیت خراب کړي، د پرمختیايي چارو مخه ونیسي او د خلکو او ریاست ترمنځ بې‌ باوري زیاته کړي.

 

د پوځ مشر ویلي دي، چې بلوچستان له طبیعي سرچینو او ځوان بشري ځواک څخه ډکه صوبه ده، خو د دې سرچینو د سمې ګټې اخیستنې لپاره امن، ثبات او د پانګونې لپاره مناسب ماحول ضروري دی.
 

پشین : وسله والو د سرانان پولیس تاڼه په چاودېدونکو توکو ویجاړه کړه
پشین : وسله والو د سرانان پولیس تاڼه په چاودېدونکو توکو ویجاړه کړه
د بلوچستان په کیچ کې پر دریو مال وړونکو ګاډو وسله‌ وال برید؛ یو ډرېور وژل شوی، یو ژوبل او یو تن تښتول شوی
د بلوچستان په کیچ کې پر دریو مال وړونکو ګاډو وسله‌ وال برید؛ یو ډرېور وژل شوی، یو ژوبل او یو تن تښتول شوی
بلوچستان : ضیا الله لانګو وايي په صوبه کې «نو ګو اېریا» نشته
بلوچستان : ضیا الله لانګو وايي په صوبه کې «نو ګو اېریا» نشته

 

هغه زیاته کړې چې د بلوچستان ځوانانو ته باید د تعلیم، روزګار او پرمختګ موقعې زیاتې شي، څو هغوي د صوبې او هېواد په اقتصادي او ټولنیز پرمختګ کې بشپړه برخه واخلي.

 

عاصم منیر د بلوچستان له سیاسي او ټولنیزو مشرانو غوښتنه کړې ده چې ،د ده په خبره، د پاکستان ضد تبلیغاتو مخه ونیسي او د صوبې د ستونزو او اړتیاوو په اړه خپل دریځ په څرګنده وړاندې کړي.

 

نوموړي ویلي دي، چې د بلوچستان راتلونکی باید د بلوچستان د خلکو له غوښتنو سره سم جوړ شي او د صوبې د پرمختګ لپاره د وفاق او صوبې ترمنځ همکاري ضروري ده.

 

دا څرګندونې په داسې وخت کې شوې دي چې په بلوچستان کې د وسله‌ والو بریدونو او د امنیتي ځواکونو د عملیاتو لړۍ دوام لري. پاکستاني چارواکي له اوږدې مودې راهیسې تور لګوي چې ځینې وسله‌ والې ډلې له بهر څخه مرسته ترلاسه کوي.