کیچ : د بلوچستان د کیچ ضلعې په بلیده سیمه کې وسله والو پر دریو مال وړونکو ګاډو ډزې کړې دي، چې له امله یې یو ډرېور وژل شوی، بل ژوبل شوی او یو تن وسله والو له ځان سره بیولی دی.
د ځايي سرچینو په وینا، دغو ګاډو د پاکستان د فرنټیر کور په یو مرکز کې خوراکي توکي ښکته کړي وو او د بېرته ستنېدو پر مهال د موټرسایکل سپرو وسله والو له خوا په نښه شول.
سرچینې وايي، چې په برید کې د یو ګاډي ډرېور ناصر، د موسی زوې او د خضدار اوسېدونکی، پر ځای وژل شوی، په داسې حال کې چې د بل ګاډي ډرېور ګلزار ژوبل شوی دی. د معلوماتو له مخې، وسله والو له برید وروسته یو ګاډی هم سوځولی دی.
سرچینې زیاتوي چې بریدګرو د یو ګاډي د مالک زوې هم له ځان سره بیولی او نامعلوم ځای ته یې انتقال کړی دی. تر اوسه د تښتول شوي کس د برخلیک په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.
تر دې دمه د بریدګرو هویت نه دی څرګند شوی او کومې وسله والې ډلې هم د دې پېښې ذمه واري نه ده منلې. پاکستاني چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه رسمي بیان نه دی خپور کړی.
د پېښې د نورو جزییاتو، د تښتول شوي کس د ځای او د بریدګرو د هویت په اړه معلومات لا نه دي مخې ته راغلي.


نعيم اچکزئي