کوټه : د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ،میر ضیا الله لانګو، ویلي دي، چې په صوبه کې داسې هېڅ سیمه نشته چې حکومت، پولیس یا امنیتي ځواکونه ورته لاسرسی ونه لري او د «نو ګو اېریا» په توګه وبلل شي.

لانګو ،د اګست پر ۱۶مه، په کوټه کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې امنیتي ادارې د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې فعالې دي او د وسله‌ والو پر ضد عملیات روان ساتي. نوموړي، البته، ومنله چې د کوټې ـ کراچۍ پر لویه لار په ځینو سیمو کې وسله‌ وال فعالیتونه کوي او امنیتي ادارې د هغوي پر ضد عملیات کوي.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر وویل، چې د صوبې پر لویو لارو او حساسو سیمو د امنیت د ټینګښت لپاره اضافي اقدامات شوي او هڅه کېږي چې د مسافرو او مال وړونکو ګاډو تګ راتګ خوندي وساتل شي.

لانګو د خپل کاروان پر وروستي برید هم خبرې وکړې او تایید یې کړه چې په دغه برید کې شپږ امنیتي سرتېرۍ ژوبل شوي وو. هغه وویل، چې د برید له پېښې وروسته امنیتي ادارو پلټنې او عملیات پراخ کړي دي، خو د برید د عاملانو د پېژندنې یا نیول کېدو په اړه یې نور مشخص جزیات ور نه کړل.

نوموړي په خپلو خبرو کې دا تور هم پورې کړ چې په بلوچستان کې ځینې وسله‌ والې ډلې له بهرنیو هېوادونو ملاتړ ترلاسه کوي او په ځینو سیمو کې له خلکو او کاروباریانو څخه باج اخلي. لانګو د دغو تورونو په ملاتړ په خبري غونډه کې کوم خپلواک یا مستند ثبوت وړاندې نه کړ.

هغه وویل، چې حکومت به وسله‌ والو ته اجازه ور نه کړي چې د صوبې پر کومه برخه خپل واک یا نفوذ ټینګ کړي او امنیتي ځواکونه به د هغو ډلو پر ضد عملیات روان وساتي چې د لویو لارو، دولتي تاسیساتو او امنیتي ځواکونو لپاره ګواښ بلل کېږي.

د لانګو څرګندونې په داسې وخت کې شوې دي چې په بلوچستان کې د امنیت وضعیت له اوږدې مودې راهیسې د حکومت لپاره یوه مهمه ننګونه ده او په بېلابېلو ضلعو کې وخت ناوخت پر امنیتي ځواکونو، لویو لارو او دولتي ودانیو بریدونه کېږي.

د «نو ګو اېریا» د نه موجودیت خبره د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر رسمي دریځ دی، خو هغه خپله دا هم منلې چې د کوټې ـ کراچۍ پر لویه لار وسله‌ وال موجود دي او د هغوي پر ضد امنیتي عملیات روان دي.