د شلمې پېړۍ په دویمه نیمایي کې، په ځانګړي ډول د ۱۹۶۰مو له وروستیو څخه تر ۱۹۹۰مو کلونو پورې، د پېښور او کابل ترمنځ د پښتو سینما داسې ژوندی کلتوري تړاو موجود و چې سیاسي پولې یې نشوې درولی.
دا هغه وخت و چې فلم یوازې تفریح نه و، بلکې د پښتنو د ګډ کلتور، ژبې او روایت یوه مهمه برخه وه. د دواړو ښارونو ترمنځ تګ راتګ، د هنرمندانو اړیکي او د خلکو جذبه دا ښيي چې سینما د پښتنو لپاره یو شریک فرهنګي ميدان و.
پېښور: د پښتو فلمونو زېږنځای او بازار
پېښور د پښتو فلمي صنعت اصلي مرکز و. د تاریخي ریکارډونو له مخې، د ۱۹۷۰مو او ۱۹۸۰مو کلونو ترمنځ په کال کې شاوخوا ۲۰ نه تر ۴۰ پورې پښتو فلمونه جوړېدل. دا هغه وخت و چې سینما روډ د ښار د فلمي ژوند زړه ګڼل کېده او سینماګانې لکه شبستان، شمع، ناز او پلازا د خلکو نه ډکې وې.

خلک به د کورنۍ سره سینما ته تلل او فلم به د ټولنیز ژوند برخه وه. په همدې وخت کې بدر منیر تر ۳۰۰ زیات فلمونه وکړل او د پښتو سینما تر ټولو لوي ستوری وبلل شو، یاسمین خان د ښځینه اداکارو مخکښه وه او د هغې فلمونه به د کورنیو لپاره د باور وړ ګڼل کېدل، او آصف خان به په منفي رولونو کې داسې کردارونه کول چې د فلم جذابیت به یې زیاتاوه.

کابل: پرمختللې سینما او د پښتنو لپاره جاذبه
په هماغه موده کې کابل د سیمي له پرمختللو سینمایي ښارونو څخه و. د ۱۹۶۸ کال نه وروسته د “افغان فلم” تر ادارې لاندې فلمي فعالیتونه منظم شول او سینماګانې لکه آریانا، پامیر او پارک د هغه وخت د ښه تخنیک او اسانتیاوو لرونکې وې. د تصویر او غږ معیار یې د سیمي په کچه لوړ و، او دا وجه وه چې ډېر پښتانه به د فلمونو د نندارې لپاره کابل ته تلل.

(ارشیف)
کابل هغه وخت د هنر، موسیقۍ او ازادې فضا ښار ګڼل کېده، او دا چاپېریال د خلکو لپاره یو ځانګړی کشش درلود.
له پېښوره کابل ته: د فلم لپاره رښتینی سفر
د هغه وخت د خلکو د بیانونو او ژورنالیستي موادو له مخې، دا یو عام عمل و چې د پېښور، مردان، کوهاټ او قبایلي سیمو ځوانان به د کابل پر لور روانېدل. د خیبر لارې سفر به د څو ساعتونو و، او خلک به یوازې د فلم لپاره دا لاره وهله.
کابل ته تلل یوازې د فلم لیدل نه و، بلکې یو کلتوري تجربه وه چې پکې د ښار فضا، چکر، او د هنر په اړه خبرې شاملې وې. دا ښيي چې پښتانه د خپل کلتور د لیدلو لپاره له پولې تېرېدو ته هم تیار وو.

(ارشیف)
ولې نن ۵۰ میلیونه پښتانه خپل “پالیووډ” نه لري؟
نن چې د نړۍ په کچه د هندي “بالیووډ” او د پاکستاني “لالیووډ” مثالونه شته، پوښتنه دا ده چې د شاوخوا ۵۰ نه تر ۶۰ میلیونو پښتنو لپاره ولې یو مضبوط فلمي صنعت نه شته؟
یو مهم لامل دوامداره ناامني ده. په افغانستان کې د تېرو څلوېښتو کلونو جګړو او په پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د ترهګرۍ پر ضد جګړې د هنر فضا سخته متاثره کړه. سینماګانې وتړل شوې، هنرمندان مهاجر شول او بازار کمزوری شو.
دویم لامل اقتصادي دی. د پښتو فلمونو مارکیټ محدود پاتې شو، پانګوال د خطر له وېرې مخ اړوي او د یو فلم لپاره مسلکي پانګونه نه کېږي. د دې ترڅنګ غیرقانوني نقل هم د صنعت ملا ماته کړې ده.
دریم لامل د معیار ستونزه ده. د ۱۹۷۰مو او ۱۹۸۰مو په پرتله، اوس ډېر فلمونه کمزوري کیسي، تکراري موضوعات او ټیټ تخنیکي معیار لري، چې له امله یې کورنۍ له سینما لرې شوې دي.
څلورم مهم ټکی د ریاستي او اداري ملاتړ نشتوالی دی. نه په پاکستان کې او نه په افغانستان کې د پښتو سینما لپاره داسې پالیسي جوړه شوې چې دا صنعت منظم او وده ورکړي. د همدې ټولو وجوهاتو له امله، سره له دې چې پښتانه لوی نفوس لري، خو لا هم یو منظم “پالیووډ” نه لري.

(ارشیف)
نن که د تاریخي او کلتوري کیسو لکه “یوسف خان شیر بانو” په معیار فلمونه جوړ شي، که تخنیکي معیار لوړ شي او که سیمهییزه همکاري بېرته راژوندۍ شي، نو دا امکان شته چې هغه وختونه بېرته راشي چې پښتنو به د فلمونو لپاره پولې ماتولې.

شال نیوز