د بره او منځنۍ اورکزو مشرانو او ځوانانو د هنګو د ببري مېلې په سيمه کې يوه لويه احتجاجي جرګه کړې، چې پکې يې له حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې د اورکزو ضلعي هېډکوارټر دې په منځنۍ اورکزئ کې جوړ کړل شي، څو د ضلعې د بېلابېلو سيمو خلکو ته د تګ راتګ او سرکاري چارو په ترسره کولو کې اسانتياوې برابرې شي.
جرګې ته ملک حاجي شکيل اورکزي، د تحريک انصاف د اورکزو ځوانانو مشر عبدالمتين، د غلجو چيئرمين محمد کريم، ملک خان ګل، ملک هيبت شاه، ملک شاپور او يو شمېر نورو قبایلي مشرانو ويناوې وکړې.
ويناوالو وويل، چې اوسنی انتظامي جوړښت د ضلعې د ډېرو اوسېدونکو لپاره د ستونزو سبب ګرځېدلی او خلک سرکاري دفترونو ته د رسېدو لپاره له سختو مشکلاتو سره مخ دي. هغوي غوښتنه وکړه چې حکومت دې د ولس غوښتنې ومني او د اورکزو د خلکو ستونزو ته دې جدي پاملرنه وکړي.
د جرګې ګډونوالو خبرداری ورکړ، چې که غوښتنې يې ونه منل شوې، نو د خپلو حقونو لپاره به پراخ احتجاجي پرلت پېل کړي. ځايي مشرانو وويل، د ضلعي هېډکوارټر د ځای ټاکلو پرېکړه بايد د سيمي د جغرافیې، د خلکو د اسانتياوو او د ولسي غوښتنو په رڼا کې وشي.

عمر فاروق اورکزی