د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي دي، چې د پاکستان پوځ د افغانستان په کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو کې هوايي بریدونه کړي دي چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

 

مجاهد ،د جون په ۱۰مه، پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې دغه بریدونه د جون د ۹مې او ۱۰مې نېټې ترمنځ شپه ترسره شوي او په کې ملکي کورونه په نښه شوي دي. نوموړي دا بریدونه «بشري جنایت» او د افغانستان د هوايي حریم ښکاره سرغړونه بللې ده.

 

بل لور ته، پاکستاني امنیتي سرچینو ادعا کړې ده چې د خوست او پکتیکا ولایتونو په ځینو سیمو کې یې د هوايي عملیاتو پر مهال د وسلوالو پټنځایونه په نښه کړي دي. د دغو سرچینو په وینا، عملیات د جون په ۹مه د پېښور د حسن خېلو په سیمه کې د ایف سي پر یوې پوستې له برید وروسته ترسره شوي دي.

 

د پاکستاني سرچینو د معلوماتو له مخې، په حسن خېلو کې د وسلوالو په برید کې شپږ ایف سي سرتېري وژل شوي وو. همدارنګه پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د هوايي عملیاتو هدف هغه وسلوال وو چې د پاکستان پر ضد بریدونه تنظیموي.

 

تر اوسه د پاکستان حکومت او پوځ د دغو وروستیو بریدونو او د افغان حکومت د څرګندونو په اړه کوم رسمي بیان نه دی خپور کړی.

 

په عین حال کې، د دواړو لورو ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې او لا هم روښانه نه ده چې په دغو بریدونو کې د تلفاتو او زیانونو کره شمېر څومره دی.

 

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي امنیت، وسلوالو ډلو او د پولې دواړو غاړو ته د بریدونو د تورونو پر سر له تېرو څو کلونو راهیسي وخت ناوخت ترینګلتیاوې رامنځته شوې دي. پاکستان مخکې هم د ورته هوايي عملیاتو ادعا کړې وه، خو افغان چارواکو په وار وار ویلي دي چې په دغو بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګ‌ ژوبله اوړي.

 

د وروستۍ پېښې په اړه د دواړو هېوادونو د رسمي دریځونو او د خپلواکو سرچینو د ارزونو تر خپرېدو پورې، د بریدونو بشپړ جزئیات لا هم نه دي روښانه شوي.