د سرچينو په وينا، د پېښور د حسن خېلو په سيمه کې د فرنټير کانسټبلرۍ (اېف سي) پر يوې پوستې د وسلوالو د بريد او د پوستې د نيولو د هڅې پر مهال شپږ اېف سي سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.
سرچيني وايي، بريد ،د جون په ۹مه، هغه مهال وشو چې اېف سي ځواکونو د پوستې د نيولو د هڅې د مخنيوي لپاره عمليات پېل کړل. د سرچينو په وينا، درې اېف سي سرتېري د وسلوالو له خوا يرغمل شوي هم دي.
د سرچينو له مخې، په ځوابي عملياتو کې اته وسلوال هم وژل شوي او د پوستې د نيولو هڅه شنډه شوې ده.
ويل کېږي چې د امنيتي ځواکونو نورې ډلې هم سيمي ته رسېدلې دي، سيمه يې کلابنده کړې او د وسلوالو پر ضد عمليات لا هم روان دي. تر اوسه د دې پېښې په اړه د امنيتي ادارو رسمي بيان نه دی خپور شوی او د تلفاتو خپلواکه تاييد هم نه دی شوی.
پاکستاني چارواکي له ۲۰۲۱ کال راهيسي، چې طالبان په افغانستان کې بيا واک ته رسېدلي، په هېواد کې د وسلوالو بريدونو د زياتېدو خبره کوي.
اسلام اباد څو ځله د افغانستان له سرپرست حکومت غوښتي، چې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او نورو وسلوالو ډلو خوندي ځالې له منځه يوسي، خو د افغانستان چارواکو تل دا تورونه رد کړي دي.

شال نیوز