د افغانستان د غزني ولایت د قره ‌باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل - کندهار پر لویه لار د یو مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله اته کسان ټپیان شوي دي.

 

د سیمه ‌ییزو سرچینو د معلوماتو له مخې، پېښه ،د جون په ۵مه، د باران قلعه په سیمه کې رامنځته شوې په دې پېښه کې یوه ښځه او یوه اته کلنه ماشومه هم شاملې دي.

 

د لویو لارو ساتونکو ځواکونه د پېښې له رامنځته کېدو وروسته سیمي ته رسېدلي او ټپیان یې د لومړنیو طبي مرستو لپاره د قره‌ باغ د مشکي روغتیايي مرکز ته انتقال کړل، چې وروسته بیا دغه ټپیان د لا نورو درملنو لپاره د غزني ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

 

چارواکي وايي، د لومړنیو موندنو له مخې د پېښې اصلي لامل د موټرچلوونکي بې‌ احتیاطي بلل شوې ده.

 

د کابل - کندهار لویه لار د افغانستان له مهمو ترانزیټي لارو څخه شمېرل کېږي، چې وخت ناوخت پکې د چټک تګ، بې‌ احتیاطۍ او د ترافیکي اصولو د نه مراعات له امله ورته پېښې رامنځته کېږي.

 

په همدې سیمه کې یوه ورځ وړاندې په دوه ټرافیکي پېښو کې یو کس مړ او دوه نور ټپیان شوي وو.