د افغانستان د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل - کندهار پر لویه لار د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله یو کس ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د سیمه ییزو سرچینو د معلوماتو له مخې، لومړۍ پېښه ،د جون په ۴مه، د قره باغ ولسوالۍ د مشکي په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې یو سېکل چلوونکی د سړک د اوښتو پر مهال د یوه باروړونکي موټر له ټکر سره مخ شو. په پېښه کې یاد سېکل چلوونکی ځای پر ځای مړ شوی دی.
په ورته وخت کې، دویمه پېښه په همدې سیمه کې رامنځته شوې، چې پکې یو مسافر وړونکی موټر له سړک څخه وتلی او چپه شوی دی. د لومړنیو معلوماتو له مخې، د موټر چپه کېدو لامل د موټرچلوونکي بې احتیاطي ښودل شوې ده.
د پېښې په پایله کې دوه کسان ټپیان شوي، چې د ژغورنې ډلې او د لویې لارې امنیتي مسؤلینو له خوا لومړی د قره باغ ولسوالۍ روغتیايي مرکز او وروسته د غزني ولایتي ملکي روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.
چارواکو د دواړو پېښو په اړه څېړنې پېل کړې دي. د کابل - کندهار لویه لار د افغانستان له تر ټولو بوختو ترانزیټي لارو څخه شمېرل کېږي، چې وخت ناوخت پکې د ترافیکي اصولو د نه مراعات او چټک تګ له امله ورته پېښې رامنځته کېږي.

شال نیوز