د کوز سويلي وزيرستان د کریکوټ بازار په سيمه کې د ناڅرګنده وسلوالو په ډزو کې د قبایلي مشر ،ملک جميل وزير، دوه زامن وژل شوي او يو لاروی ټپي شوی دی.
پوليسو ويلي، پېښه ،د جون په ۵مه، هغه مهال رامنځته شوه چې ناڅرګنده کسانو پر معین الدين او نويد ډزې وکړې، چې له امله یې دواړه وروڼه پر ځای ووژل شول.
پوليس وايي، د وژل شويو مړي او ټپي روغتون ته لېږدول شوي او د پېښې پلټنې روانې دي. د پوليسو د معلوماتو له مخې، بريدګر له بريد وروسته په تېښته بريالي شوي دي.
ځايي سرچيني وايي، چې ملک جميل وزير د توجي خېلو د قبيلي مشر ملک دی او تر دې وړاندې هم پرې څو ځله بريدونه شوي وو. د راپورونو له مخې، تېر کال يې يو بل زوې هم د ناڅرګنده وسلوالو له خوا وژل شوی و.
تر اوسه د دې بريد مسووليت چا نه دی منلی.

ظفر وزير