د شمالي وزيرستان د ميرعلي تحصيل په پتسي اډه سيمه کې د يوې امنيتي پوستې سره نږدې د نن ورځې د ځانمرګي برید وروسته د ميرعلي تر ميرام شاه لاره د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلی شوې ده.
ځايي سرچيني وايي، لاره د غرمې شاوخوا يوه نيمه بجه تړلی شوې او تر اوسه نه ده پرانيستل شوې. دغه سړک د سيمي له مهمو او بوختو لارو څخه شمېرل کېږي چې د ميرام شاه، غلام خان، دته خېل او رزمک ترمنځ د تګ راتګ لپاره کارول کېږي.
د عيني شاهدانو او مسافرو په وينا، د لارې دواړو غاړو ته سلګونه ګاډي ولاړ دي او په بند پاتې شويو کسانو کې ښځې، ماشومان او زاړه کسان هم شامل دي.
مسافر وايي، له څو ساعتونو راهيسي د لارې د پرانيستل کېدو انتظار باسي، څو خپلو کورونو ته ورسېږي. د دوي په وينا، د اوږدې مودې راهيسي د لارې تړل کېدو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.
بلخوا، اغېزمنو مسافرو د ټولنيزو رسنيو او خبريالانو له لارې له اړوندو چارواکو غوښتنه کړې ده، چې د پتسي اډې په سيمه کې تړلې لاره زر تر زر پرانيزي، څو د خلکو تګ راتګ بېرته عادي شي.
تر دې دمه چارواکو د لارې د تړل کېدو يا د بيا پرانيستل کېدو په اړه څه نه دي ويلي.

صفدر داوړ