امنيتي سرچيني وايي، چې د شمالي وزيرستان د نظامیه عیدک بازار نه نیم کلومیټر لرې د میرام شاه په لور د امنيتي ځواکونو پر يوې پوستې ‘اسلم پیکټ’ د ځانمرګي بريد هڅه شنډه شوې ده.

 

د سرچينو په وينا، بريد کوونکو غوښتل چې له چاودېدونکو توکو ډک موټر د پوستې سره وجنګوي، خو امنيتي ځواکونو د وخت نه مخکې اقدام وکړ او موټر يې هدف ته له رسېدو وړاندې په نښه کړ.

 

سرچيني زياتوي چې امنيتي ځواکونه د احتمالي ګواښونو له امله له وړاندې په لوړه کچه چمتو وو، چې له امله يې بريد کوونکي خپلې موخې ته ونه رسېدل.

 

د سيمي اوسېدونکي وايي، د چاودنې غږ تر دوه کلومیټره لرې سيمو کې هم اورېدل شوی او د چاودنې له امله نږدې کورونو ښیښي ماتې شوې دي او ځينو ودانيو ته هم زيان رسېدلی دی. اوسیدونکي زیاتوي چې د پوستې سره نږدې عمران خالق د تیلو پمپ او نورخادین د تیلو پمپ ته هم زیان رسېدلی دی.

 

امنیتي سرچیني دعوه کوي چې د برید نه پس د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې څلور نور وسلوال هم وژلی شوی دي.

 

د پېښې نه پس امنيتي ځواکونو سيمه کلابنده کړې او د پلټنو چارې روانې دي. خو ځایي اوسیدونکي وایي چې د ولس په تګ راتګ بندېز ندی لګولی شوی او د میرام شاه تر میر علي لاره هر ډول تګ راتګ لپاره خلاصه ده.

 

تر دمه کومې ډلې د برید مسولیت ندی منلی، او چارواکو ويلي، چې د پېښې په اړه نور جزئيات به له پلټنو وروسته شريک کړي.