د افغانستان د غزني ولايت په مقر ولسوالۍ کې د راستنېدونکو کډوالو يو موټر د کابل تر کندهار پر لويه لاره اوښتی، چې له امله يې پنځه کسان ټپيان شوي دي.

 

ځايي چارواکي وايي، دا پېښه ،د مې په ۳۱مه، د مقر ولسوالۍ د بزي کلي ته نږدې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې يو مازدا موټر د راستنېدونکو کډوالو د لېږد پر مهال له سړک څخه واوښت او چپه شو.

 

د چارواکو په وينا، په ټپيانو کې يوه ښځه او دوه ماشومان هم شامل دي. د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د ترافيکو او ژغورنې اړوند ډلې سيمي ته ورسېدې او ټپيان يې د مقر ولسوالۍ روغتون ته ولېږدول.

 

د ترافيکو مسؤلينو د لومړنيو پلټنو له مخې، د پېښې احتمالي لامل د موټر چلوونکي بې‌ احتياطي بللی شوې ده. چارواکي وايي، موټر د نورو تخنيکي او قانوني څېړنو لپاره د ترافيکو آمريت ته سپارلی شوی دی.

 

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې ده، چې په وروستيو اوونيو کې د راستنېدونکو کډوالو د لېږد پر مهال د ترافيکي پېښو راپورونه زيات شوي دي. څو ورځې وړاندې ،د مې په ۳۰مه، د لغمان ولايت په قرغيو ولسوالۍ کې هم د کډوالو يو باروړونکی موټر اوښتی و، چې له امله يې ۱۸ کسان وژل شوي او ۲۹ نور ټپيان شوي وو.

 

چارواکي له موټر چلوونکو غواړي چې د مسافرو، په ځانګړي ډول د راستنېدونکو کورنيو د لېږد پر مهال د ترافيکي اصولو مراعات او له چټک تګ څخه ډډه وکړي.