د افغانستان په ختیځ لغمان ولایت کې د پاکستان نه ستنېدونکو کډوالو د یوې کورنۍ د موټر د چپه کېدو له امله ،د ښځو او ماشومانو په ګډون، لږ تر لږه ۱۸ کسان وژلی شوي او ۲۹ نور ټپیان دي.
د لغمان د والي ویاند، عبدالمالک نیازي، ویلي دي چې پېښه ،د مې په ۳۰مه، سهار شاوخوا ۵:۳۰ بجې د قرغیو ولسوالۍ د سرخکان څلورلارې ته نږدې رامنځته شوې ده.
د نوموړي په وینا، په وژل شویو کسانو کې ۱۰ ماشومان او ۵ ښځې شاملې دي، چې د پېښې د مرګ ژوبلې کچه یې لا پسې درنه کړې ده.
چارواکي وایي، یاده کورنۍ څه موده وړاندې له پاکستان څخه افغانستان ته ستنه شوې وه او د کونړ ولایت څخه کابل ته پر لاره وه چې موټر یې د ناڅرګندو عواملو له امله چپه شو.
د روغتیايي سرچینو او سیمه ییزو مسوولانو د معلوماتو لمخې، ټول ټپیان نږدې روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي، خو د یو شمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی او د مړو شمېر د لوړېدو احتمال هم شته.
افغانستان په وروستیو کلونو کې د سړکونو د خراب وضعیت، د ترافیکي قوانینو د نه مراعت او د موټرو د تخنیکي ستونزو له امله د ګڼو خونړیو ترافیکي پېښو شاهد پاتې شوی دی، چې هر کال سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړوي.

شال نیوز